لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

12:44 24.8.2020

په نړۍ کې د کرونا څخه د مړينو شمېره د اته لکو نه واوړېده

په ګرده نړۍ کې د کرونا وايرس څخه د مړينو شمېره اته لکه، اته زره 716 ته رسېدلې او دا وايرس په 188 هېوادونو کې دوه کروړه، 34 لکه 24زره844 کسانو ته ورپورې شوي دي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د تازه شمېرو ترمخه د کرونا څخه په مړه شوؤ کې يواځې يو لک 76زره 808 کسان په امريکا کې مړه شوي دي.

دغه ډول د کرونا وايرس تر ټولو زیات هم په امریکا کې خلکو ته ورپورې شوي چې شمېره يې 57لکه 3561 ده.

د کرونا څخه د زياتو مړينو په حساب برازيل په دوېم نمبر ملک دی چرته چې دې وايرس يو لک 154زره 744 کسان مړه کړي دي.

په برازيل کې په 36لکه 5783 کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

مېکسيکو په درېم نمبر هېواد دی چې زيات کسان يې پکې مړه کړي او شمېره يې 60زره 480ده.

خو بل لور ته به هند کې دا وايرس 31لکه 6348 کسانو ته ورپورې شوي او 57زره 542 يې مړه کړي دي.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه په پاکستان کې کرونا وایرس 6244 کسان مړه کړي او دوه لکه 93 زره 261 کسانو ته دا وايرس ورپورې شوي دي.

په افغانستان کې کرونا وايرس 37زره 999 کسانو ته ورپورې شوي او 1387 کسان ترې مړه شوي دي.

13:38 20.8.2020

په نړۍ کې د کرونا څخه د مړينو شمېره د اووه لکه67 زرو نه اوړېدلې

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د نړۍ په 188 هېوادونو کې د کرونا وايرس له امله تراوسه پورې اووه لکه 87زره 686 کسان مړه شوي او په دوه کروړه 24 لکه 13 زره 126 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه د کرونا وايرس تر ټولو زيات کسان په امریکا کې مړه کړي چې شمېره يې يو لک 73 زره 181 ته رسېدلې ده او په امریکا کې 55لکه29زره او 933 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

په امريکا پسې برازيل په دوېم نمبر هېواد دی چې کرونا وايرس پکې زيات خلک مړه کړي او دا وايرس زياتو خلکو ته ورپورې شوی دی.

په برازيل کې کرونا وايرس يو لک 11 زره100 کسان مړه کړي او په 34لکه 56 زره 652 کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

کرونا وايرس په درېم نمبر زيات مړي په مېکسيکو کې کړي چې شمېره يې 58زره 451 ده، خو په درېم نمبر زياتې پېښې بيا په هند کې مخې ته راغلي چې شمېره يې 28لکه36زره او 925 ده.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس نه 6209 کسان مړه شوي او په دوه لکه 90زره958 کسانو کې د دې پخلی شوی دی.

او په افغانستان کې 37 زره 599 کسانو ته کرونا وايرس ورپورې شوي او 1375 يې مړه کړي دي.

06:26 15.8.2020

په نړیواله کچه د کرونا وایرس له امله د خلکو د مړینې شمېر ۷۶۲۲۹۳ ته رسېدلی دی. دغه تعداد د امریکې جانزهاپکنز یونیورسټۍ د وایرس په اړه خپلو تاره معلومات کې کړې ده.

د یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه په دنیا کې ۲۱۰۵۶۸۵۰ کسان کرونا وایرس ناروغه کړي‌ دي.

بلخوا، کېنېډا وايي د امریکې سره پوله به یې د غېرضروري سفر دپاره یوه میاشت نوره بنده وه

کېنېډې د جمعې په ورځ اعلان وکړو چې د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر د امریکې سره تړل شوي پوله به د غېر ضروري سفر دپاره یوه میاشت نوره هم بنده پاتې وي.

کېنېډا کې د کرونا وایرس د ۱۲۳۰۰۰ نه زیاتې ناروغۍ او د ۹۰۰۰ نه زیات مرګونه رپورټ شوي دي او مامورین وايي په ملک کې د وایرس مخه نیول شوي ده خو په امریکا کې د کرونا وایرس د مریضانو او د مرګونو تعداد په ټوله دنیا کې زیات دی.

د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه په امریکا کې د کرونا وایرس کېسونو شمېر د پنځه اشاره دوه نه زیات شوی او په ملک کې ۱۶۷۰۰۰ د وایرس نه مړه شوي دي.

کېنډې د مارچ په میاشت کې امریکې سره د پولې د بندوولو اعلان وکړو. کېنېډې نه یوه ورځ وړاندې د امریکې بل ګاونډې ملک مېکسیکو د خپل سرحد د بندولو اعلان کړی و.

په نړیواله کچه د کرونا وایرس صورتحال په لړ کې رپورټونه وايي په سپېن کې مامورینو د وایرس د مخنیوي په خاطر د نایټ کلبونو او ډسکو د تړلو اعلان وکړو. د سپېن د صحت وزیر سالوډور الا وویل که خلک د یو بل نه فاصله نشي ساتلی نو په عامو ځایونو کې به د سګرېټ په څښلو هم پابندي ولګول شي.

په سپین کې چارواکي وايي په تېرو دوو هفتو کې ۳۰۰۰۰۰ نوي کېسونه رپورټ شوي دي.

او د امریکې په کېلېفورنیا ریاست کې په کمپیوټر نظام کې د خرابي له امله د کرونا وایرس کېسونه د تعداد په کم ښودل شوي وو او په امریکايي کې د وبايي مرضونو د مخنیوي ادارې مشر ویلي په امریکا کې د کرونا وایرس د کمېدو صورتحال هغه نه دی چې هغه یې اټکل کوولو. ډاکټر انتوني فاوچي د نېشنل جیوګرافک ډلې ته وویل "مونږ د ډېرې سنګینې تاریخي وبا په منځ کې یوو. "

که څه هم صدر ډانلډ ټرمپ دا هفته وویل د کرونا وایرس په لړ کې به صورتحال زر ښه شي، ډاکټر فاوچي وویل که وفاقي او د ریاستونو حکومتونه همکاري ونکړي، د کرونا وایرس د ناروغانو تعداد به زیاتېږي.

د وي او ای رپورټ وايي د کرونا وایرس په اړه د واشنګټن یعنې د مرکزي حکومت او د ریاستونو ترمنځ څه مربوطه تګلاره نیشته. په ځینو ریاستونو کې پوزې ته ماسک لګول ضروري دي او بندیزونه هم پرځای دي خو په ځینو ریاستونو کې د ماسک لګول ضروري نه دي او نه هم هلته څه بندیزونه شته او په ګڼه ګوڼه لګول شوي پابندۍ یې هم نرمې کړي دي.

ډاکټر فاوچي وویل په ځینو ریاستونو کې کرونا وایرس کېسونه مخ په زیاتېدو دي او لکه د اېریزونا، کېلېفورنیا او فلورېډا په ډول ریاستونه چې څو ورځې وړاندې د کرونا مرکزونه وو هلته کېسونه کم شوي دي.

12:21 14.8.2020

په نړۍ کې د کرونا څخه د مړينو شمېره د اووه لکه 55 زرو نه سېوا شوې

د نړۍ په 188 هېوادونو کې د کرونا وايرس څخه اووه لکه 55زره612 کسان مړه شوي او د اغېزمنو شمېره د دوه کروړه او نهه لکو نه سېوا شوې ده.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس په نړۍ کې تر ټولو زياته امریکا اغېزمنه کړې ده.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه په امریکا کې کرونا وايرس تراوسه پورې يو لک 67زره113 کسان مړه کړي او په 52لکه 49زره 155 کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

په امریکا پسې په دوېم نمبر برازيل دی چرته چې د کرونا وايرس نه يو لک پينځه زره 463 کسان مړه شوي او 32 لکه24 زره 876 کسانو ته دا وايرس ورپورې شوي دي.

کرونا وايرس په برازيل پسې په درېم نمبر زيات کسان په مېکسيکو کې مړه کړي چې شمېره يې 55زره293 ته رسېدلې ده، خو د کرونا وايرس وهونکو په درېم نمبر زياته شمېره په هند کې ده، په هند کې په 24لکه 61زره190 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

په هند کې کرونا وايرس 48زره40 کسان مړه کړي دي.

د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو په نوملړ کې پاکستان په 13م نمبر دی.

په پاکستان کې تراوسه پورې په دوه لکه87زره300 کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی او شپږ زره153 کسان ترې مړه شوي دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG