لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړيوال بېنک: کرونا وبا د پاکستان په سېلګرۍ صنعت منفي اغېزې کړې دي


بېنک ويره څرګنده کړې چې د دې له امله پاکستان ته هم د درې اربه څلور ۶۴ کروړه ډالره تاوان رسېدلی شي
بېنک ويره څرګنده کړې چې د دې له امله پاکستان ته هم د درې اربه څلور ۶۴ کروړه ډالره تاوان رسېدلی شي

نړيوال بېنک ويلي د کرونا وبا له امله د سېلګرۍ په صنعت منفي اغېز پرېوتی دی او د جهازونو د بندېدو له امله دې کاروبار ته زيان رسېدلی دی. بېنک ويره څرګنده کړې چې د دې له امله پاکستان ته هم د درې اربه څلور ۶۴ کروړه ډالره تاوان رسېدلی شي. د دې ترڅنګ د سېلګرۍ سره اړونده نزدی نهه لاکه روزګارونه هم ختمېدلی شي.

د خېبرپښتونخوا په شمالي سيمو کې د هوټلونو د سازمان مشر زاهد خان وايي د کرونا وبا او سيمې ته په تګ د بندېز له امله تر ۳۰ زره خلک بې روزګاره شوي دي. د دې ترڅنګ نور ۲۵ زره کسان هم په دې هوټلو کې کار کوي او که حالات هم داسې پاتې شو نو دغه خلک به هم بې روزګاره شي.

په دې ورستيو کې وزيراعظم عمران خان په هېواد کې د سېلګرۍ د پرانستو اعلان کړی ؤ او د خېبرپښتونخوا په شمالي سيمو کې د سېلګرو لپاره احتياطي تدابير جاري کړی شوي وو خو بيا دغه ګامونه عملي نه شو.

د مردان نه د سېنيټ غړي سېنيټر ذيشان خانزاده په دې اړه د وزيراعظم عمران خان سره ملاقات هم کړی وو او هغه يې د صوبې د سېلګرۍ په اړه مخې ته راغلې ستونزو په اړه خبر کړی ؤ.

نوموړي وي ای ډيوه ته وويل د کرونا وبا د خورېدو له امله د سېلګرۍ روزګار ته اجازه نه وه ورکړل شوې او امکان څرګندوي چې د لوی اختر وروستو د سيلګرۍ لپاره ګامونه پورته شي.

"اختر راروان دی که اوس اجازه ورکړل شي نو مسئلې نورې زياتېدی شي، له دې وروستو به ګامونه پورته کول کېږي او کېدی شي وړاندې هم څه نه څه عملي شي. مونږ به بيا بيا يادونه کوو چې دې لړ کې خامخا ګامونه پورته شي."

د ياد وړ ده چې د پاکستان شمالي سيمې د ترهه ګرۍ نه هم اغېزمنې شوې وې او اوس بهرني وګړي په کمه شمېره کې دغه سيمو ته راځي خو په ملکي کچ دغه سيمو ته د بېلا بېلو صوبو خلک اوس هم تګ کوي.

نړيوال بېنک په خپل رپورټ کې دا هم ويلي د پاکستان پشمول د سوېلي ايشيا هېوادونو کې د سېلګرۍ سره تعلق لرونکي يو کروړ ۷۷ لکه روزګارونه د مېنځه تللی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG