د کرکټ نړيوال کپ 2011 هند، بنگله ديش او سري لنکا کې په يو وخت د خالي د ورځې نه پيل کيږي چې د کرکټ مينه وال ورته په بې صبرۍ سره سترگې په لار دي.
په لسم ورلډ کپ کې دامپائردکومې غلطې فيصلې په وجه دميچ دکومې ناخوښې نتيجې څخه بچ کيدو لپاره په لمړي ځل ډي ايس ار يعنې د فيصلې دبيا دسره جاج اخستو نظام متعارف کولى شي.
په نزدې کلونو کې داسې گڼ گامونه اخستل شوي چې ورسره دفيلډ امپائرونو دکومې ممکنه غلطې پريکړى مخنيوى باوري شوى.
خو داوسنۍ متعارف شوې هاټ اسپاټ ټيکنالوجۍ په اړه وئيل کيږي چې دغه ټيکنالوجي به سيمي فائنلو او په فائنل مقابلو کې استعمالولى شي.
په دغه ټيکنالوجۍ کې دايکس رى فلم پشان دبال نخښې نخښانې کتلى شي چې ايا بال دبيټسمين پيډ يا بيټ سره لگيدلى که نه؟
همدغه شان دپاکستان او انگلينډ ترمينځ په لارډز کې ترسره شوي ټيسټ ميچ کې دکال 2010م دمئ په مياشت کې يوه ټيکنالوجي متعارف شوې وه چې ورته دهاک ائي نوم ورکړل شوى.
دغه ټيکنالوجي په ټينس کې هم استعمالولى شي.
په دې کې دځمکې سره دجنگيدو وروستو هاغه اړخ معلومولى شي چې ورته په ممکنه توگه بال مخه کولى شي.
بل لوري ته دکرکټ نړيوال تنظيم ائي سي سي چيف ايگزيکټيو هارون لوگارټ وائي مونږ نۀ غواړو چې کومه غلطي هم په نتيجه بدې اغيزې وکړي او داکثريت خيال دى چې دکومې غلطۍ څخه بچ کيدو لپاره بايد دډي ايس ار ټيکنالوجي په ورلډ کپ کې استعمال کړل شي.
په دغه ټيکنالوجۍ ځينې لوبغاړي نيوکې هم کوي خو په عالمي کپ کې به هر ټيم ته داسې دوه موقعې ترلاسه کيږي چې پکې به هغوي دفيلډ امپائر فيصله چيلنج کوي او دغه پريکړه به بدلوي.
په لومړي ځل کرکټ ورلډ کپ کې د عصري ټيکنالوجۍ استعمال
تړلي
1