لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډ کپ : اسټريليا نيوزي لينډ ته په 7ؤ وکټو ماتې ورکړې


د جمعې په ورځ دهند په ناگپور ښار کې دنړيوال کپ په ترسره شوي ميچ کې اسټريليا نيوزي لينډ ته په 7ؤ وکټو ماتې ورکړې ده.

دنيوزي لينډ ټول ټيم داسټريليا په ضد په 45.1 اورونو کې په 206 رنز اوټ شوى چې دغه هدف دفاعي اتل ټيم اسټريليا په 34م اور کې ددريوؤ وکټو په تاوان ترلاسه کړو.

دټاس گټلو وروستو اسټريلوي کپتان رکي پونټنگ نيوزي لينډ ته دلمړي بيټنگ بلنه ورکړه.

دنيوزي لينډ ټيم داول څخه دستونزو سره مخ ښکاره شو او بيټسمينانو يې داسټريلوي باؤلرانو ښۀ مقابله ونۀ کړل شوه.

دنيوزي لينډ مارټن گپټل 10، برنډن ميکلم 16، جيسي رائيډر 25، راس ټيلر7، جيمز فرينکلن او سکاټ سټائرس په صفر، صفر، وټوري په 44 او تر نيتهن ميکلم په 55 رنز اوټ شول.

داسټريليا لخوا جانسن څلور، ټينټ درې، واټسن ، برټلي او اسمتهـ، يو ، يو وکټ ترلاسه کړه.

دنيوزي لينډ د206ؤ رنزو په ځواب کې اسټريلوي لوبغاړو دښۀ بيټنگ پيل وکړو.

داسټريليا لخوا شين واټسن 62، بريډ هيټن 55 او رکي پونټنگ 12 رنز وکړل.

همدغه شان مائيکل کلارک په 24 او کيمرون وائټ په 22 رنز ناټ اوټ پاتې شول.

دنيوزي لينډ لخوا هيمش بينټ دوه او ټم ساؤتهي يو وکټ ترلاسه کړه.

په ورلډ کپ ټورنامنټ کې له دې وړاندې اسټريليا زمبابوى او نيوزي لينډ کينيا ته ماتې ورکړې وه.

بل لوري ته دبنګله ديش پايتخت ډهاکه کې دبنګله ديش او ائرلينډ ترمينځ دجمعې په ورځ کيدونکې دورلډ کپ ميچ کې بنګله ديش ائرلينډ ته دګټې لپاره د205ؤ رنزو هدف ورکړى.

دبنګله ديش لخوا تميم اقبال 44، مشفق الرحمان 36، رقيب الحسن 38 او نعيم اسلام 29 رنز جوړ کړي دي.

همدغه شان دائرلينډ لخوا انډر بوتها درې، جان مونى يو او ټرنټ جانسټن او جارج ډاکرل دوه دوه وکټې ترلاسه کړي دي.

بل لوري ته په بنګله ديش کې دکورنيوچارو وزارت پوليسواو امنيتي چارواکو ته خبردار ورکړل شوى چې هغوي دې دعالمي کرکټ کپ دميچونو په مهال ددغو ميچونو دکتلو څخه زيات خپلو امنيتي فرائضو ته زيات پام وګرځوي.

دخالي په ورځ په ډهاکه کې دبنګله ديش او هند ترمينځ دعالمي کپ دپرانستي ميچ په مهال دريپيډ ايکشن بټالين نومې ايليټ فورس عسکر دخبريالانو سره په ځانګړو چوکو دارام او لوبې څخه دخوند اخستو په حالت کې ليدل شوي وؤ چې له دې وروستو ورته دداخله وزارت څخه دغه امر جاري شوى دى.

دکورنيو چارو دوزارت دچارواکو له مخې دنړيوال کپ په مهال سټيډيم کې ګمارل شوي امنيتي چارواکي بايد ويښ اووسيږي او پخپلو ځائيونو موجود وي نۀ چې هغوي اخوا ديخوا ګرځي راګرځي او په ګيلرۍ کې دنورو خلکو په کرسيو قبضه وکړي.

دغه احکامات دبنګله ديش او ائرلينډ ترمينځ دجمعې په ورځ ډهاکه کې دکيدونکي ګروپ بي ديو ميچ څخه دمخه جاري شوي دي.

دلسم نړيوال کپ هند، بنګله ديش او سري لنکا په شريکه توګه کوربه توب کوي.

په برصغير کې ددغو ميچونو په مهال حفاظتي ګامونو ته خاص پام ګرځول کيږي ، او ددغسې کولو وجه په مارچ 2009م کې دپاکستان دوره کوونکي سري لنکا په ټيم دلاهور ټيسټ ميچ په مهال شوى ترهه ګريزبريد دى چې پکې 8 کسان وژل شوي او دميلمه ټيم ځينې لوبغاړي ژوبل شوي وؤ.

ددغه پيښې څخه راپديخوا په پاکستان کې کوم نړيوال ميچ نۀ دى شوى

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG