لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډکپ: نيوزي لېنډ ټېم به سیمي فائنل کې لوبه کوي


ورلډکپ: نيوزي لېنډ ټېم به سیمي فائنل کې لوبه کوي
ورلډکپ: نيوزي لېنډ ټېم به سیمي فائنل کې لوبه کوي

د بنگله ديش په ميرپور ښار کې دکرکټ دلسم عالمي کپ په دريم کوارټر فائنل ميچ کې نيوزي لينډ ټیم د جنوبي افريقې ټیم ته په 49 رنزو ماتې ورکولو سره سېمي فائنل ته رسېدلې دی.
د نيوزي لېنډ ټیم د ټاس گټلو وروسته د لمړي بيټنگ فيصله وکړه او په مقررو 50ؤ اورونو کې يې داتوؤ وکټو په تاوان 221 رنز جوړ کړل.
جيسي رائيډر د83ؤ رنزو ترڅنگ سره تر ټولو ښۀ بيټسمين ؤ.
دجنوبي افريقې لخوا مارکل درې،عمران طاهر او سټيئن دوه، دوه او پيټرسن يوه وکټ ترلاسه کړه.
د نيوزي لينډ د221 رنز په ځواب کې سویلي افریقې ټول ټیم په 172ؤ رنز اوټ شو. د نیوزي لېنډ په گټه کې جېکب اورم غټ کردار ترسره کړو . جېکب اورم څلور لوبغاړي اوټ کړو. د نیوزي لېنډ ټیم د دې وړاندې هم پېنځه ځله د ورلډکپ سیمي فائنل پړاو ته رسېدلې دې خو تراوسه یې فائنل کې لوبه نه دې کړې.
دنیوزي لېنډ ټيم به د سري لنکا او انگلينډ ترمينځ د خالي په ورځ کيدونکې څلورم کوارټر فائنل د فاتح ټيم سره دسيمي فائنل مقابله کوي.
له دې وړاندې پاکستان ويسټ انډيز او هند دفاعي چيمپئن اسټريليا ته ماتې ورکولو سره سيمي فائنل ته رسيدلي او دجنوبي ايشياء ددغو دواړو حريفو ټيمونو ترمينځ به سيمي فائنل په 30م مارچ دهند په موهالي ښار کې کيږي.
په ديرشم مارچ دپاکستان او هند دواړو ټيمونو څخه دښې مقابلې توقعو کيږي چې له دې امله به په روان ورلډ کې دغه تر ټولو خوندور ميچ وي چې دپاکستان او هند اولسونه ورته په بې صبرۍ سره انتظار کوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG