لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په پاکستان کې د امریکې پخواني سفیر نه د یوې خبریالې سره د تعلق او د قیمتي ډالیو په لړ کې پوښتنې شوي


رېجرډ اولسن
رېجرډ اولسن

د امریکې پخواني سفیر رېچرډ اولسن چې په افغانستان، پاکستان، عراق او متحده عرب اماراتو کې يې خدمات ترسره کړي دي، په پاکستان کې د یوې خبریالې سره د واده نه بهر د هغه د تعلق او قیمتي تحفو د اخیستلو په لړ کې ترې پوښتنې شوي دي. تمه چې د نهې/سهشنبې په ورځ په واشنګټن کې عدالت هغه ته په دوه ناوړه کارونو (جرمونو) سزا واوري. نوموړي یو کال وړاندې دغه جرمونه منلي وو.

د امریکې د واشنګټن پوسټ اخبار ترمخه عدالت ته وړاندې کړی شویو دستاوېزاتو کې د امریکي د خارجه وزات یا سټېټ ډپارټمنټ خصوصي تحقیق کوونکي یا انسپېکټر جنرل ویلي اولسن د ۶۰۰۰۰ ډالرو د الماسو (هیرو) د کالو نه چارواکي نه وو خبر . وېل شوي چې دغه کالي د اولسن خواښي ته د متحده عرب اماراتو امیر ورکړي وو.

په دستاوېزاتو کې وېل شوي چې د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي د هغو تعلقاتو په اړه هم تحقیقات کړي دي چې اولسن بغیر د واده د یوې خبریالې سره لرل. خبریالي سره د تعلق په مهال اولسن په اسلام اباد کې د امریکې سفیر و.

په رپورټ کې وېل شوي چې اولسن د خپلې ملګري په امریکايي یونیورسټۍ کې د تعلیم بندوبست کړی و او د هغې د یونېورستۍ فيس چې۲۵۰۰۰ ډالر و یو پاکستاني کاروباري تن ادا کړی و.

پاکستانی کاروباري تن اوس د غیرقانوني مالي امداد او ټېکس په لړ کې ۱۲ کاله د قېد سزا تېروي.

ټاکل شوې ده چې ۶۳ کلن اولسن به د نهې، سه شنبې، په ورځ په واشنګټن کې یواېس ډسټرکټ کورټ ته حاضرېږي او په دوو الزاماتو به سزا شي. په دغو دوو کې یو الزام دا دی چې کله اولسن په پاکستان کې سفیر و نو لندن ته د فرسټ کلاس سفر دپاره يې د ۱۸۰۰۰ ډالرو تېکټ اخیستی و خو متعلقه چارواکي يې د دې په باره کې نه وو خبر کړي.

په رېچرډ اولسن یو تور دا هم دی چې د دوبۍ د امیر نه یې د 60 زرو ډالرو د الماسو (هیرو) کالي اخستي وو او خپلې خواښې ته یې ورکړي وو.

په دویم الزام کې هغه دا خبره منلې چې په کال ۲۰۱۷ کې يې د قطر د حکومت دپاره لابېينګ یا د قطر مفادات د وړاندې بوتلو کوښښونه کړي وو او سټېټ ډپارټمنټ نه د ريټایر کېدو نه پس یې یو کال وخت نه و پوره شوی.

د خپلې ملګري د فېس او د الماسو د کالو په لړ کې په اولسن فرد جرم نه دی لګول شوی خو د واشنګټن پوسټ ترمخه د انصاف وزارت ویلي دا د غیر اخلاقي چلند څرګندونه ده.

اولسن ته د شپږ میاشتې د قېد سزا ورکېدلی شي خو د هغه وکیلان وايي پکار نه ده چې هغه په جېل کې وخت تېر کړي. د هغه وکیل مایکل هېنن ویلي اولس بې ځایه په نخښه کړی شوی دی. واشنګټن پوسټ وویل هېنن د اخبار سره خبرو نه ډډه وکړه او هغه ته لېږل شويو پوښتنو ته يې جواب نه دی وېلی.

اولس په کال ۲۰۱۶ کې ريټایر شوی او همکارانو يې د هغه د ۳۴ کلنو خدماتو ستاینه کړې ده.

واشنګټن پوسټ وايي اولسن په داسې وخت اسلام اباد کې تعینات شوی و چې د امریکي او پاکستان تعلقات د تاوټریخوالي ښکار وو. په اسلام اباد کې هغه د موناحبیب نومې خبریالې سره ملاقاتونه شروع کړل او د دواړو تعلق دوه کاله دوام لرلو. حبیب چې برطانوي شهري وه، اولسن سره يې په دې تعلق ختم کړو چې امریکايي سفارتکار د هغې او د خپلې ښځې سره فریب کوي. خو دغه تعلق بیا بحال شو او ۲۰۱۵ کې اولس د هغې د تعلیم بندوبست وکړو.

په کال ۲۰۱۸ کې مخکنۍ ښځې سره واده د ختمولو وروسته اولسن د مونا حبیب سره تعلق بیا بحال کړو او په ۲۰۱۹ کې دواړو واده وکړو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG