لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شي او پوټن د چین او روس تعلقات د نورو مضبوطولو لوظ وکړو


د مارچ په میاشت کې د صدارت پینځمه دوره د شروع کولو وروسته چین ته د پوټن وړمبی غېر ملکي او په تېرو شپږو میاشتو کې بيجېنګ ته دویم سفر دی.
د مارچ په میاشت کې د صدارت پینځمه دوره د شروع کولو وروسته چین ته د پوټن وړمبی غېر ملکي او په تېرو شپږو میاشتو کې بيجېنګ ته دویم سفر دی.

د چین صدر شي جېن بېنګ د چین او د روس د تعلقاتو ستاینه وکړه او په بيجېنګ کې د روس صدر ولادېمير پوټن د کوربتوب کولو په مهال یې لوظ وکړو چې د دواړو ملکونو همکاري به نوره زیاتوي.

پوټن چې د چین په دوه ورځنۍ دوره دی، د روس او د چین تعلقات يې د دنیا د ثبات سبب وبللو او د روس د سرکاري خبري ادارې ای ايي ای نوسټي ترمخه، پوټن وویل د روس او چین تعلقات د هېڅ چا په ضد نه دي.

پوټن د چین شکریه ادا کړه چې د هغه په قول د یوکرېن د صورتحال د حل دپاره کوښښونه کوي او ویې وېل چې شي به د وروستي پرمختګونونو نه خبروي.

روس د کال ۲۰۲۲ د فېبرورۍ په میاشت کې په یوکرېن یرغل کړی چې په نړیوال کچه یې غندنه شوې او د امریکې په شمول یو شمېر مغربي ملکونو په ماسکو پابندۍ لګولي او غوښتنه کوي چې روس دې د یوکرېن نه ځواکونه وباسي.

د چین د سرکاري خبري ادارې شین هوا ترمخه، پوټن د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل روس هېڅ کله انکار نه دی کړی چې د مذاکراتو د لارې دې د شخړې حل ولټول شي او دا چې روس غواړي چې په پرامنه طریقه دې د جګړې جامع او مستقل حل را وویستل شي.

د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي د امن تجویز وړاندې کړی او سوېټزر لېنډ به اینده ماشت د سولې د مذاکراتو کوربتوب کوي خو روس په دې ملاقاتونو کې د شرکت بلنه نه ده ورکړی شوې. یوکرېن د روسي ځواکونو مکمله انخلا غواړي چې په کې هغه سیمې هم شاملې دي چې روس ضم کړي دي او نړیوالې ټولنې د روس دغه ګام مسترد کړی دی.

په تېره هفته کې روس د یوکرېن په شمال مشرقي سیمه خارکیف کې حملو کې شدت راوستی او قریباً ۸۰۰۰ کسان يې په کورونو پرېښودو مجبور کړي دي.

چین وايي د یوکرېن په شخړه کې غېر جانبداره دی خو په اقتصادي، سیاسي او د بیانونو په کچه یې د روس ملاتړ کړی او په یوکرېن د روس د غندنې څخه انکار کوي.

د څېړنې ادارې اېشیا سوسایټي پالیسې انسټېټیوټ د چین د څېړنې مرکز لایل مورېس وي او ای ته وویل نه ګڼي چې شي ۱۰۰ فیصده د روس د دوامداره جنګ حمایت کوي، پوټن ته د دې احساس دی نو ځکه یې لاس کمزوري دي.

د شین هوا د رپورټ ترمخه، پوټن وویل چین پوهېږي چې د یوکرېن کړکېچ څنګه شروع شوی دی او مخلص خواهش لري چې صورتحال مستحکم کړي.

په یوکرېن د روس د یرغل نه څو هفتې مخکې شي او پوټن یوه لوظنامه لاس لیک کړه او ژمنه یې وکړه چې دوه اړخیزه همکاري یې څه حدود نه لري. د دې لوظنامې راهسې چین د ماسکو بااعتماد اقتصادي او سفارتي همکار جوړ شوی دی په داسې حال کې چې مغربي ملکونو په روس پابندۍ لګولي دي.

د مارچ په میاشت کې د صدارت پینځمه دوره د شروع کولو وروسته چین ته د پوټن وړمبی غېر ملکي او په تېرو شپږو میاشتو کې بيجېنګ ته دویم سفر دی.

پوټن د اکتوبر په میاشت کې د چین د بېلت اېنډ روډ انېشيېټیو نومې غونډه کې شرکت دباره چین ته تللی و. شي د بېلټ اېنډ روډ یا د کمر بند او د سړک منصوبه لس کاله وړاندې شروع کړې او د پاکستان په شمول په یو شمېر ملکونو کې د بنیادي سهولتونو منصوبې جوړوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG