لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عراق په ابو غرېب زندان کې په قېدیانو د تشدد مقدمه په امریکايي عدالت کې شروع کېدونکي ده


خبري اداره ای پي په خپل رپورټ کې وايي چې په دې ډېر کم اختلاف دی چې ګنې په ابو غرېب جیل کې په قیدیانو تشدد خوفناکه وو. په کال ۲۰۰۴ کې په خپاره شوو عکسونو کې ښودل کېږي چې د لغړو قیدیانو په مرۍ کې پټې اچول شوي او راښکل کېږي
خبري اداره ای پي په خپل رپورټ کې وايي چې په دې ډېر کم اختلاف دی چې ګنې په ابو غرېب جیل کې په قیدیانو تشدد خوفناکه وو. په کال ۲۰۰۴ کې په خپاره شوو عکسونو کې ښودل کېږي چې د لغړو قیدیانو په مرۍ کې پټې اچول شوي او راښکل کېږي

شل کاله وړاندې د اپریل په میاشت کې چې د عراق په ابو غرېب زندان کې په بندیانو د تشدد تصویران چې راښکاره شول نو نړۍ یې پرېشانه کړه.

راتلونکې اوونۍ به د امریکې د ورجېنیا ریاست په الېګزېنډریا ښار کې، چې د سرښار واشنګټن سره نږدې دی، په یو عدالت کې به د امریکې د پوځ د هغه کنټرېکټر خلاف مقدمه پېل کېږي چې په ابوغرېپ جېل کې د درېو بندیانو سره د بدسلوکی ذمه وار بلل شوي .

د اییني حقونو مرکز نماینده او د مقدمه کونکو وکیل بهیر اعظمي ویلي چې دا به لمړۍ مقدمه وي چې د ابوغرېب دغه قیدیان به په خپل هغوی د تشدد دعوه عدالت ته وړاندې کړي.

امریکايي کمپنۍ سي ای سي ايي په جیل کې د څه پړه منلو نه انکار کوي او د تیرو شپاړس کالو راهیسې د روانو قانوني پلټنو په وخت یې د تورونه د منلو نه انکار کړی چې د کمپنی کوم ملازم د چا سره څه قسمه بد خوي کړې ده.

د پوځ یو پخوانی جرنیل انتونیو تګویا چې د ابوغرېب جیل د سکېنډل د پلټنو مشري کوي توقعو ده چې په ګواهانو کې به شامل وي. دده په مشرۍ د پلټنو په و خت د تشدد تعین شوی دی.

خبري اداره ای پي په خپل رپورټ کې وايي چې په دې ډېر کم اختلاف دی چې ګنې په ابو غرېب جیل کې په قیدیانو تشدد خوفناکه وو. په کال ۲۰۰۴ کې په خپاره شوو عکسونو کې ښودل کېږي چې د لغړو قیدیانو په مرۍ کې پټې اچول شوي او راښکل کېږي.

په یو تصویر کې یو سپاهي د ګوتې په اشاره ددې کار ستاینه کوي او د یو مړي سره تصویر جوړوي. په عکسونوکې ښودل کېږي چې قیدیان د سپو نه ویرول کېږي، سرونه یې پټ دي او ور پورې د بجلۍ تارونه تړل شوي دي.

څه که هم په تصویرونوکې د مقدمه کونکو پېژندګلو نشي کېدی خو د قیدیانو سره په کې ښودل شوې تشدد بوږنونکی دی.

سهیل الشماري نومې یو بندي وايي په هغه د دوو میاشتو په مهال جنسي تشدد شوی و او وهل ټکول شوی چې په کې د بجلۍ کرنټ ورکول او په غاړه کې د پړي اچولو او جیل کې د راښکل کېدو په شان واقعات هم شامل دي.

د قطر خبري ادارې الجزیره یو پخواني رپورټر صلاح العجایلي وايي جېل کې د ‌ذهني فشار سره مخامخ و چې له وجې به یې تورې باقۍ کولې، خوب ته به نه پرېښودل کېدو، مجبورول کېدو په چې د ښځو جامې واغوندي او د سپو نه به ویرول کېدو.

د پوځ لپاره کار کونکې د پرایویټ ملازمینو کمپنی ویلي باید د امریکا پوځ په ابو غرېب جیل کې د تشدد د حالاتو پېدا کولو لپاره مسئوله وګرځول شي او د کمپنۍ ملازمین ددې جوګه نه وو چې پوځیانو ته یې څه قسمه امر ورکوی شو.

توقعو ده چې راتلونکي اوونۍ به قاضیان د ځینو پوځیانو ګواهي هم واوري چې په پوځی عدالت کې نیغ په نیغه د تشدد لپاره ذمه واره ګرځول شوي.

یو پخوانی پوځی افسر ایوان فریډریک چې په رضاکارانه توګه یې په مقدمه کې د ورګډیدو نه انکار کړی، ورته پوځي عدالت د اتو کالو قید سزا اورولې وه. په هغه د حملې، غېر اخلاقې کارونو او د خپلې ډیوټۍ نه د لا پرواهۍ تورونه هم ثابت شوي او دا جرمونه په دې مقدمه کې یو اهمه رول لوبولی شي.

د کنټرېکټر کمپنی وکیلانو دعوه کړې ده چې ددې ټولو هڅو مقصد نه دې نه زیات څه نه دي یواځې په کمپنی ټوله ذمه واري واچول شي.

دا مقدمه د کال ۲۰۰۸ راهیسې روانه ده او خبري اداره ای پي په خپل رپورټ کې وايي چې کمپنۍ شل وارې کوښښ کړی چې دا مقدمه د عدالت نه بهر کړي خو په کال ۲۰۲۱ کې سپریم کورټ د کنټرېکټر کمپنی اپیل رد کړلو او مقدمه یې بیرته ضلعي عدالت ته ولېږله.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG