د پاکستان دقومي کرکټ ټيم کپتان شاهد افريدي او کوچ وقار يونس وئيلي دي په ورلډ کپ کې دقوم په اميدونو پوره خيژو.
کوچ وقار يونس وائي دټيم بيټنګ او بالنګ ښۀ دى خو فيلډنګ ته پام ګرځول پکار دي.
په لاهور کې دکوچ وقار يونس او منيجر انتخاب عالم سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال کپتان شاهد افريدي وويل ټولو لوبغاړو ته به په ګډه محنت کول وي ، دټيم مورال زيات لوړ دى او هيله ده چې دسيمې فائنل پورې رسد به ضرور ترلاسه کوؤ.
ديوې پوښتنې په ځواب کې شاهد افريدي وويل د پاکستان ترڅنګ هند، سري لنکا، جنوبي افريقا او اسټريليا دکرکټ دنړۍ ښۀ ټيمونه دي ځکه نو څوک دخوښې ټيم ګرځول اسانه خبره نۀ ده.
هغه وويل دنيوزي لينډ ددورې په مهال دورلډ کپ لپاره دکپتان نۀ مقررولو له امله په هغه هيڅ فشار نۀ ؤ.
هغه دورلډ کپ په سکواډ کې دشامل سهيل تنوير په ځايې دنوي اخستل شوي جنيد په حقله وويل هغه ښۀ بالر دى خو لږ محنت به پرې کول وي.
هغه وويل کرکټ ټول قام يو موټى کړى دى
په دغه موقعه کوچ وقار يونس وويل تير کال دشخړو له امله دپاکستان کرکټ ته زيات زيان رسيدلى خو ددې باوجود ښه لوبه شوې ده.
هغه وويل دبيټنګ او بالنګ څانګې زياتې ښې دي خو په فيلډنګ ته به پام اړول وي.
دورلډ کپ 2011ء لپاره پاکستاني ټيم کې يو مهم بدلون شوى، دبورډ چارواکو مطابق دان فټ سهيل تنوير پځايې ځوان ليفټ ارم ميډيم فاسټ باولر جنيد خان په سکواډ کې شامل کړل شوى دى.
دپاکستان نيشنل چيف سليکټر محسن حسن خان وائس اف امريکا سره خبرو کې وويل سهيل تنوير مکمل فټ نۀ ؤ او دپاکستان کرکټ بورډ ميډيکل ټيم دمعائنې څخه وروستو هغه ان فټ ګرځولى ؤ چې له دې وروستو انټر نيشنل کرکټ کونسل ته دسهيل تنوير دقائمقام شاملولو خواست شوى ؤ او دغه خواست منظور کړل شو.
دائي سي سي څخه دمنظورۍ وروستو ځوان باولر جنيد خان په ټيم کې شامل کړل شوى دى.
هغه دا تاثر رد کړو چې ګنې سهيل تنوير دنيوزي لينډ په دوره کې دبدې کارکردګۍ له امله لرې کړل شوى دى.
بل لوري ته په ورلډ کپ کې دګډون لپاره دبيلا بيلو ټيمونو دراتګ لړۍ روانه ده، دزمبابوى ټيم هند او دکينيډا ټيم بنګله ديش ته رسيدلى دى.
دپاکستان کرکټ ټيم به هم په ورلډ کپ کې دګډون لپاره نن شپه ددوبۍ په لاره ډهاکې ته روانيږي.
پاکستانى ټيم به په ورلډ کپ کې خپل لمړى ميچ په 23مه فرورۍ دکينيا په ضد کوي.
افريدى : ورلډ کپ کې به د قام په هيلو پوره خيژو
تړلي
1