لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وقار يونس : دولډ کپ لپاره د پاکستاني ټيم حوصلې لوړې دي


وقار يونس : دولډ کپ لپاره د پاکستاني ټيم حوصلې لوړې دي
وقار يونس : دولډ کپ لپاره د پاکستاني ټيم حوصلې لوړې دي

د پاکستان دقومي کرکټ ټيم کوچ وقار يونس ددې هيلې څرگندونه کړې ده چې دپاکستان ټيم به په راتلونکي ورلډ کپ کې دخپلې کوټلې کارکردگۍ څرگندونه کوي چې ورسره به داسپاټ فکسنگ اسکينډل له امله قومي وقار ته درسيدلي زيان ازاله و شي.
د نيوزي لينډ د دورې وروسته د کراچۍ په هوائي ائيرپورټ صحافيانو سره خبرو کې وقار يونس وويل دنيوزي لينډ په ضد دښې کارکردگۍ څرگندونې کولو سره ټيم دقام باور او پام دوباره ترلاسه کړى دى.
داسپاټ فکسنگ کيس په پريکړه دتبصرې کولو څخه ډډې کولو په ترڅ کې دقومي ټيم کوچ يواځې هم دومره وويل چې هغه په دې خوشحاله دى چې دغه معامله سرته ورسيده ځکه چې دغه شان شخړې دلوبغاړو په کارکردگۍ بدې اغيزې کوي.
په ډاگه دې وي چې تيره اوونۍ ائي سي سي پاکستاني بيټسمين سلمان بټ اؤ باؤلرانو محمد اصف او محمد عامر ته تير کال داگست په مياشت کې دانگلينډ په ضد ترسره شوي ټيسټ ميچ کې دقصده دنو باؤلونو ثابتيدو په جرم کې سزاگانې اورولې وې چې له مخې يې کپتان سلمان بټ ته لس، محمد اصف ته اووۀ او محمد عامر ته پينځه کاله دکرکټ نۀ کولو سزاگانې اورول شوې وې.
وقار يونس ومنله چې داسپاټ فکسنگ اسکينډل له امله دټيم مورال او په کارکردگۍ بدې اغيزې شوې وې خو دهغه په وينا ټيم دنيوزي لينډ ددورې په مهال لوبې ته خپل پام وگرځولو او دټيسټ او ونډ سيريز په گټلو کې يې ښۀ کارکردگي وښودله.
وقار يونس وويل دورلډ کپ څخه لږ وړاندې دټيسټ او ون ډى سيريز گټلو له امله دټيم حوصلې لوړې شوي دي او هغه اميد کوي چې په روانه مياشت کې شروع کيدونکې ورلډ کپ به دقومي ټيم دنوي اغاز لپاره يو پليټ فارم ثابت شي.
هغه وويل دورلډ کپ لپاره دپاکستاني ټيم سره دتجربې او پوهې کوم کمى نشته.
هغه وويل دټيم دکمزورو لرې کولو لپاره به کار کوي.
عالمي کرکټ کپ 2011 دروانې مياشتې د19م تاريخ څخه شروع کيږي.
دهند، سري لنکا او بنگله ديش په گډ کوربه توب کې کيدونکې دغه مقابله کې پاکستاني ټيم داسټريليا، نيوزي لينډ، سري لنکا، زمبابوى، کينيډا او کينيا ترڅنگ په گروپ A کې اچول شوى دى.
پاکستان دورلډ کپ خپل لمړى ميچ په 23 فرورۍ دکينيا په ضد کوي، دپاکستان ټول گروپ ميچونه به په سري لنکا کې کيږي.

Recommended

XS
SM
MD
LG