لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایانو ته د ویزو ورکولو نه، د اسامه بن لادن په پاکستان کې د اوسیدو پلټنې دې وشي: یوسف رضا ګیلاني


د پاکستان پخوانی وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني وایي امریکایانو ته د ویزې د ورکولو نه بلکه په پاکستان کې دې د اسامه بن لادن د اوسېدو پلټنې وشي. پخواني وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني میډیا سره د خبرو پرمهال ویلي: (د وزیر اعظم په حیث یې په قامي اسامبلۍ کې دا ویلي وه چې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن د شتون تحقیقات دې وشي او د اسامه بن لادن د وژلو لپاره کوم امریکایان راغلي وه او ایا هغوي په ویزو راغلي وه؟)

امریکایانو ته د ویزو ورکولو دا بحث هغه وخت راپورته شو کله چې په نږدې ورځو کې په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسن حقاني په خپل یوه مضمون کې ویلي وه چې د خپل قیادت په اجازه يې امریکایانو ته ویزې ورکولې چې له امله یې په پاکستان کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن لټون ممکن شوي وه.

دا بحث هاغه وخت لا نور هم تود شو کله چې د بهرنیو چارو لپاره د وزیر اعظم سلاکار سرتاج عزیز څو ورځې وړاندې سنیټ ته ویلي وه چې پیپلز ګوند د هغه وخت د وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني لخوا په واشنګټن کې د پاکستان سفیر ته اختیار ورکړل شوي وه چې امریکايانو ته ویزې وکړي.

د پیپلز ګوند دریځ دادی چې یوه سفیر ته د ویزې د ورکولو اجازت دا معنی نه لري چې سفیر به یواځې فیصلې کوي ځکه د پاکستان په ټولو سفارتونو کې د پوځ استازي هم موجود وي.
پیپلز ګوند په خپل غبرګون کې ویلي دوي چې به کومو امریکایانو ته ویزې ورکولې د هغو په اړه به په سفارت کې د پوځ لخوا موجوده استازو هم پلټنې کولې.

د پاکستان د پیپلز ګوند ویاند سنېټر فرهت الله بابر لخوا په یوه خپور شوي بیان کې یو څو مهمې پوښتنې راپورته شویدي. فرهت الله بابر وايي چې څنګه یو نړیوال ترهګر د پاکستان په ایبټ اباد کې یوه پوځي چوڼۍ ته څیرمه د دومره اوږدې مودې لپاره پټ وه.

هغه همدارنګه وویل ددې خبرې تحقیقات دې هم وشي چې پخواني پوځي صدر پرویز مشرف لخوا امریکایانو ته په بلوچستان کې د شمسي هوایې ډګر د ورسپارلو نه وروسته څومره امریکایان د ویزو سره او له ویزو پرته پاکستان ته راغلي دي ترڅو حقیقت څرګند شي.

ډیر نړیوال څیړونکي او یوشمیر امریکايي چارواکي پدې باور دي چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن په پاتې کیدو کې هرو مرو د پاکستان د استخباراتي ادارو چارواکو لاس وه.

څیړنکاران وایي چې پدې هرڅه کې بیا د پاکستان استخباراتي ادارو او پوځ ځان له مسولیته بچ ساتلی او ټوله پړه یې په سیاسي حکومت وراچولې ده.

په پاکستان کې سیاسي څیړونکې احمد بلال محبوب وايي د ایبټ اباد کمیسیون د راپور د خپریدو ملاتړ کوي او زیاتوي چې له دې کار سره به ټول حقیقت مخې ته راشي.

نوموړي زیاته کړه چې حکومت د ایبټ اباد د کمیسیون په جوړولو باندې دومره پيسې ولګولې او یاد کمیسیون د حسن حقاني په ګډون د یوشمیر چارواکو خبرې هم ثبت کړیدي او په موجوده وخت کې د راپور په خپریدو سره به ډیرې خبرې روښانه شي.

د ایبټ اباد د کمیسیون مشر افتخار اقبال خپل راپور په ۳۰۰۰ پاڼو کې د نږدې ۳۰۰ خلکو سره د خبرو اترو وروسته چمتو او د پیپلز ګوند صدراعظم رجا پرویز اشرف ته سپارلی وه خو د وخت د پیپلز ګوند بیا دا راپور نه وه خپور کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG