لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ذبيح الله مجاهد: که پاکستان په افغانستان کې کومه اندېښنه لري ثبوت دې ورکړي


په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، "که پاکستان د افغانستان سره کومه ستونزه ولري، اندېښنه ولري يا په کوم ځای کې ثبوت ولري، افغانستان حکومت لري، امنيتي ځواکونه لري، بايد زمونږ سره یې شريک کړي مونږ به په خپله په دې مورد باندې ګامونه واخلو".

د طالبانو ویاند دغه خبرې (دي خراسان ډايرۍ) په نوم يوټيوب چېنل سره په مرکه کې کړې دي چې د نهې- سه شنبې په ورځ خپره شوې ده.

د نوموړي نه پوښتنه شوې، پاکستان د عزم استحکام په نوم عملياتو اعلان کړی، او د پاکستان د دفاع وزیر په څو موقعو ويلي چې په ضرورت پېښېدو، افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پرضد کارروايي کولی شي.

په ځواب کې ذبيح الله مجاهد ويلي، "د دفاع وزارت مو دغه بيان ته غبرګون ويلی چې پاکستان کې امن او ثبات وي او بايد خپلې ستونزې حل کړي، خو د افغانستان سره دا موضوعات تړل مناسب نه دي".

هغه زياته کړې، "مونږ بار بار پاکستان ته ويلي که چيرې مونږ دلته څوک وليده چې د پاکستان سره ستونزه لري او افغانستان کې فعاليت کوي مونږ د هغو مخه نيسو، مونږ هغه نه پرېږدو، نو مونږ سره دې همکاري وکړي په دې مورد دې زمونږ نه کومک وغواړي، خو که دوی (پاکستان) داسې وايي چې د افغانستان په خاوره به بريد کيږي، يا به هلته زمونږ ځواکونه ځي، نو دا خو د تجاوز مسله ده، دا ډېره حساسه مسله ده، داسې خبرې بايد لا هم ونه شي، ځکه دا د دواړو ملکونو ترمنځ نفرت جوړوي، افغانان داسې خلک دي چې په خپله خاوره د چا حمله نه مني دا تجربه شوې ده".

په ‏‎22‎م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ‏ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.‏

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بيا ويلي وو، په عزم استحکام عملیاتو کې که ضرورت پېښ شو، د پولې پورې غاړې افغانستان کې هم د تحریک طالبان ‏پاکستان (ټي ټي پي) پرضد عمليات کېدی شي.

په افغانستان کې واکمنو د پاکستان د دفاع وزیر بيان "د اوبو خړولو هڅه" بللې او ويلي يې وو که "څوک یې هم د حريم تجاوز وکړي، د نتيجو زمه واري به په خپله غاړه وي".

په پينځمه جولايۍ د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو غونډه کې ويل شوي وو، "فورم د ملکي امنيت د مجموعي صورت حال جايزه اخستې او عزمِ استحکام په مختلفو اړخونو پکې تفصیلي بحث" شوی وو.

ويل شوي وو، "فورم د سيمه ييزه امنيت او په ځانګړي ډول افغانستان په حالاتو غور" کړی وو.

پاکستان د روان کال مارچ د میاشتې په ‏‎18‎مه نېټه د افغانستان په پکتيکا او خوست کې د جنګي الوتکو د لارې د ترهګرو په نخښه کولو دعوه کړې خو طالبانو دغه ‏بريدونه غندلي او ویلي يې وو، په بريدونو کې اتنه تنه ښځې او ماشومان وژل شوي وو.‏

پاکستان تور لګوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده او د افغانستان خاوره د ‏ترهګرۍ دپاره د پاکستان ضد کاريږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه تورونه تل په کلکه رد کړي او وايي پاکستان دې د خپل امنيت ‏زمه واري په افغانستان نه ور اچوي.‏

ذبيح الله مجاهد د پاکستان سره تجارت په اړه ويلي، "د ټولو ګاونډيانو سره ښه تجارت لرو او تر ټولو زيات تجارت یې د پاکستان سره دی".

خو هغه ويلي،"د پاکستان د حکومت او قوم نه مو غوښتنه دا ده چې تجارتي موضوع بايد سياسي نه وي، کله کله سياسي ستونزې پېدا کيږي، کله کله د ناامنۍ مسايل وي، کله کله په ډېورنډ لاين (د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله) باندې مخالفتونه وي، دا کوچني مسايل دي دا بايد جلا وي د تجارت نه".

افغانستان کې د داعش د موجودګۍ په اړه نوموړي ویلي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو نه وړاندې داعش ډېر ګروپونه او ځالې لرې، خو د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د داعش پرضد کوټلي ګامونه اخستل شوي او مراکز او پټنځايونه یې ختم کړل شوي دي.

هغه دعوه کړې، په افغانستان کې چې داسې بريدونه شوي هغه د باندې نه راغلو داعشيانو کړي دي، لکه په کندهار کې حمله کوونکی د تاجکستان نه راغلی وو.

د نوموړي په خبره، "د پاکستان امنیتي وضعيت جلا دی دغلته د امنيت حالت د 2001 نه راپدېخوا وو، مشکلات او ستونزې وې، تحریک طالبان پاکستان وو، بار بار عمليات شوي دي، هغه سلسله لا هلته ده، کله کله داسې ويل کيږي چې ګنې دا د افغانستان لخوا کيږي، دا خبره سمه نه ده، مونږ یې ردوو، څنګه چې مونږ ته د افغانستان امنيت مهم دی داسې راته د پاکستان امنيت مهم دی".

د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ خبرو کې د طالبانو د مينځګړيتوب په اړه ذبيح الله مجاهد ويلي، "که پاکستان وغواړي او زمونږ نه مطالبه وکړي او هغه همکاري چې مونږ یې په ځان کې توان وينو هغه به ورسره کوو، او که چيرې هغوی (پاکستان) ونه غواړي بيا مونږ مداخله کول نه غواړو".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG