لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمی خلیلزاد پر پاکستان، افغانستان او پښتون تحفظ موومنټ څه وایي؟


په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا نوی ټاکل شوی استازی زلمی خلیلزاد په تاریخي توګه د پاکستان لپاره سخت دریځ لرونکی، په افغانستان کې د سولې ملاتړی او په پاکستان کې نوی را پورته شوی تحریک پښتون تحفظ موومنټ په پښتنو په دې هېواد کې د تېرو څو کلونو د ظلم نتیجه ګڼي.

د امریکې په ډیپلومېسۍ او له جنګ ځپلو هېوادونو سره په اړیکو پوه ښاغلی خلیلزاد به په دویم ځل په افغانستان او سیمه کې د رول لوبولو چانس ومومي. دا ځل به هغه د جنوبي اېشیا لپاره د صدر ټرمپ د اعلان شوې تګلارې په عملي کولو کې د سیمې په سیاست او واکمنو باندې د فشار اچولو تر څنګ له ډیپلومېسۍ نه هم کار اخلي.

ښاغلي خلیلزاد د امریکا معتبرو ورځپاڼو ته په تېرو کلونو کې پخپلو لیکلو مقالو کې په واشنګټن ټینګار کړی، چې په افغانستان کې سوله هله ټینګېدای شي چې د پاکستان مداخلت په بشپړه توګه بند شي. همدغه وجه وه چې نوموړي د پاکستان په اړه د صدر ټرمپ د روان کال د لومړي ټویټ هرکلی کړی وو.

ښاغلي خلیلزاد پخپل ټویټ کې لیکلي وو، "صدر ټرمپ د پاکستان په اړه سم وایي. په پاکستان کې د جګړې کامیابي د پاکستان په اړه په تګلاره کې بدلون غواړي. پاکستان مخامخ ملګری خو رویه د دوښمن کوي او د پاکستان دوه مخې لوبه خامخا درېدل غواړي".

خلیلزاد څو ځله په خپلو مرکو او مقالو کې ویلي، چې له پاکستان سره د امریکا اقتصادي مرستې ختمول پکار دي، د ده په وینا که دا هم کار نه کوي نو لږ مخکې تګ پکار دی او تر دې چې د پاکستان په استخباراتي او پوځي چارواکو هم بندیزونه لګول پکار دی چې په افغانستان کې ګوتې وهي یا د ترهګرو ملګرتیا کوي.

په اسلام آباد کې مېشت د سیمې د حالاتو څېړونکی امتیاز ګل وايي، پاکستان به د زلمي خلیلزاد د ګومارل کیدو مخالفت وکړي ځکه چې وایي هغه د هېواد مخالف دی او د پاکستان په باره کې یې په هېڅ وخت هم "مثبت خبرې نه دي کړي."

خو په کابل کې مېشت افغان څېړونکی مشتاق رحیم د زلمي خلیلزاد د ګومارل کېدو هرکلی وکړ او ویې ویل ښاغلی خلیلزاد د افغانستان د داخلي سیاست، پاکستان، په سیمه کې د پاکستان د تګلارې او سیاست او په عمومی توګه د سیمې د حالاتو او سیاست نه ښه خبر دی او د هغه ټاکل کېدل غوره فېصله ده.

ښاغلی خلیلزاد تر دې وړاندې د ریپبلکن ګوند د پخواني صدر جارج ډبلیو بوش په انتظامیه کې د افغانستان، عراق او بیا په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر پاتې شوی.

نوموړي د خپلو تېرو سفارتي تجربو په اړه د (دي انوای) یا [استازی] په نوم په انګرېزي ژبه یو کتاب هم لیکلی، چې پښتو ته هم ژباړل شوی دی. په دې کتاب کې ښودل شوي چې څنګه ښاغلي خلیلزاد د طالبانو د واک تر نسکورېدو وروسته په افغانستان کې په حکومت جوړونه او بیا په عراق کې د صدام حسین له واکمنۍ وروسته په ګڼ توکمیزه عراق کې حکومت جوړ کړ.

په یاد کتاب کې ښاغلی خلیلزاد د پخواني صدر بوش سره د خپلو شخصي اړیکو ذکر هم کوي، یو ځای کې هغه لیکلي چې کله په افغانستان کې د کوکنارو مسئله سنګینه شوه نو هغه له صدر بوش نه د مسئلې د حل په اړه وپوښتل او هغه ورته په ځواب کې وویل: زل! زه سپرې مېن یم، [مطلب یې دا شو په کوکنارو باندې سپرې وکړئ]، دا د هغه وخت خبره ده چې افغان حکومت د کوکنارو په فصل د سپرې کولو خلاف وو ځکه چې افغان حکومت فکر کاوه چې دا به نورو فصلونو ته زیان ورسوي.

خلیلزاد د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه څه وایي؟

په پاکستان کې روان کال د پیل شوي تحریک پښتون تحفظ موومنټ په اړه ښاغلی خلیلزاد وایي، داسې معلومېږي چې په پاکستان کې د پښتنو په سیمو کې ظلم زیات دی او په تېرو لسو کلونو کې د پښتنو مشکلات نور هم زیات شوي دي.

له وي.او.اې ډیوه نفیس ټکر سره څو میاشتې مخکې په ځانګړې مرکه کې ښاغلي خلیلزاد ویلي وو، په پاکستان کې د پښتنو غوښتنې قانوني دي او ګوري به چې حکومت دغو غوښتنو ته څنګه ځواب وایي. د خليل زاد په خیال پاکستان به نه غواړي چې پښتانه بیا لاریون (مارچ) وباسي.

له زلمي خلیلزاد سره د ډیوه رېډیو مرکه دلته کتلی شئ:

دډیوه خبریال ​صداقت جان د دې لیک شریک لیکونکی دی

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG