لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر زرداري قبائيلي سيمه کې د يونيورسټۍ جوړولو منظوري ورکړې

قبائيلي وگړو ته دمعياري تعليم دموقعې ورکولو په غرض دوزيراعظم په مشوره دپاکستان صدر اصف علي زرداري دکوهاټ په نيمه قبائيلي سيمه کې دفاټا يونيورسټۍ جوړولو لپاره ضابطه لاسليک کړې ده.
دصدر وياندسينيټر فرحت الله بابر وئيلي دي پخواني وزيراعظم په 16 جنورۍ ،2009م کې دقبائيلي سيمو څخه دقومي اسمبلۍ دغړو سره ديوې ليدنې په مهال دوفاق د انتظام لاندې قبائيلي سيمه کې دنړيوال معيار ديو پوهنتون جوړولو اعلان کړى ؤ.
هغه وويل دائين دارټيکل 247 لاندې دپارليمان هيڅ يو ايکټ يا دهغې کومه برخه به دوفاق د انتظام لاندې قبائيلي سيمو باندې تر هغې نۀ لاګو کيږي ، ترڅو چې صدر ددغسې کولو هدايت نۀ وي کړى، صدر په قبائيلي سيمو کې دامن يا ښې واکمنۍ لپاره ضابطې جوړولى شي.
له دې وړاندې نګران وزيراعظم جسټس(ر) مير هزار خان کهوسو دګل په ورځ په ايف ار کوهاټ کې دفاټا پوهنتون جوړولو منظوري ورکړې وه.
ددغه يونيورسټۍ دمنظورۍ سره دقبائيلي اولس لخوا داعلي تعليمي ادارې دجوړولو په اړه دزيات وخت څخه کيدونکې غوښتنه پوره شوې ده.
وزيراعظم صدر ته هم په ايف ار کوهاټ کې دفاټا يونيورسټۍ دجوړولو په اړه دضابطې د مسودې دمنظورۍ مشوره ورکړې وه.
په اعلي کچه قبائيلي سيمه کې دتعليم ترلاسه کولو لپاره کومه اداره دوړاندې څخه موجوده نۀ وه اؤ ددغه پوهنتون دجوړيدو مقصد دقبائيلي سيمو داولس تعليمي ضرورتونه پوره کول دي.
This item is part of
XS
SM
MD
LG