د پاکستان مسلم ليګ (ن) وياندې مريم اورنګزېب د نهې/ سه شنبې په ورځ په اېکس (پخواني ټوېټر) ویلي دي چې د ګوند قاید او پخواني وزیراعظم نواز شريف، شهباز شريف د پاکستان وزيراعظم د څوکۍ لپاره او مريم نواز شریف د پنجاب د وزيراعلی د څوکۍ لپاره نومولې ده.
نوموړې زیاته کړې، چې نواز شریف د ولس، سیاسي ملاتړ کوونکو ګوندونو او د هغوی له مشرانو مننه کړې ده.
د مسلم ليګ (ن) وياندې دا هم ويلي دي چې د مسلم ليګ (ن) د مشرانو د دغو پريکړو په نتيجه کې به پاکستان نه د اقتصادي خطرونو په لرې کولو کې مرسته وشي او خلکو ته به د ګرانۍ نه نجات ترلاسه شي.
هم د نهې، سه شنبې، په ورځ د پاکستان دوو لویو سیاسي ګوندونو پاکستان مسلم لیګ (ن) او پاکستان پیپلز پارټۍ د اتحادي حکومت د جوړولو اعلان وکړو.
د پیپلز پارټۍ او د ځینو نورو ګوندونو د ګڼ شمېر مشرانو تر څنګ، د پاکستان مسلم لیګ صدر شهبازشریف یو مشترکه خبري کانفرنس ته وویل چې دوی او نور ګوندونه په پارلېمنټ کې په دریو کې دوه برخې اکثریت لري.
دواړو ګوندونو دا هم وویل په اېتلافي حکومت کې به د ځان سره نورې وړې پارټۍ هم شاملوي.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) د اطلاعاتو سېکرېټري مریم اورنګزېب د نهې، سه شنبې، په ورځ په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل د ګوند قاید او پخواني وزیراعظم نوازشریف د اینده وزیراعظمۍ دپاره شهبازشریف نامزد کړی دی.
د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، د پاکستان پيپلز پارټۍ شریک چېیرمين بلاول بهټو زرداري ویلي ګوند به يې د قومي اسمبلۍ د سپيکر، د سېنېټ چېیرمېن او د نورو اییني عهدو دپاره امیدواران ودروي.
د رپورټ ترمخه، بلاول وویل خواهش لري چې اصف علي زرداري د پاکستان صدر شي.
بلخوا، پخواني وزیراعظم عمران خان د نورو پارټو سره اېتلافي حکومت د جوړولو امکان رد کړی دی.
د نهې، سه شنبې، په ورځ په اډیاله زندان کې عمران خان خبریالانو سره خبرو اترو کې په مسلم لیګ او په پيپلزپارټۍ د کرپشن الزامات تکرار کړل او ويې وېل چې په دواړو کې په د يوې پارټۍ سره هم په اتحادي حکومت کې نه کښېني.
هغه وویل په انتخاباتو کې د مبینه درغلۍ خلاف به د پاکستان سپریم کورټ ته خواست کوي او د اېتلاف به جوړولو په اړه به وروسته غور کوي.
د عمران خان پاکستان تحریک انصاف ګوند علي امين ګنډاپور د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا دپاره ونومولو. دغه اعلان د ګوند مشر بېرسټر ګوهر علي خان په يوه خبري غونډه کې وکړو.
علي امين ګنډا پور د خپلې پلارنۍ سيمې خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان څخه د صوبايي اسمبلۍ او قومي اسمبلۍ په دواړو څوکو د تحریک انصاف حمایت یافته ازاد امېدوار وو.
د الېکشن کمېشن د غېر حتمي نتيجو ترمخه علي امين د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د حلقې (پي کی 113) باندې 35,454 ووټونه اخستي او کامياب شوی او د قومي اسمبلۍ په څوکۍ (اېن اې 44) یې 93,443 ووټونه ترلاسه کړي او دغه څوکۍ یې هم ګټلې ده.
د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه د ورکړل شوو نتيجو ترمخه، 101 څوکۍ ازادو امېدوارانو، 75 مسلم ليګ ن ګوند، 54 پاکستان پيپلز ګوند، 17 متحده قومي مومنټ، څلور جمعيت علمااسلام، درې پاکستان مسلم ليګ، استحکام پاکستان او بلوچستان نيشنل ګوند دوه دوه دوه څوکۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتونخوا نيشنل عوامي پارټۍ، نيشنل پارټۍ بلوچستان عوامي پارټۍ، پاکستان مسلم ليګ ضياالحق او مجلس وحدت المسلمين يوه يوه څوکۍ ګټلې ده.
میریم اورنګزیب ویلي نوازشریف د پنجاب د وزیر اعلا د چوکۍ دپاره خپله لور مریم نواز نامزد کړې ده.
Forum