لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس، پاکستان افغانستان او تاجکستان د ترهگرۍ پرضد همکارۍ لپاره غونډه کوي


د روس صدر ډمېټري مډوډوف نن په ماسکو کې په سېمه کې دترهگرۍ پرضد همکارۍ لپاره دپاکستان، افغانستان او تاجکستان د مشرانو سره ویني.
دپاکستان صدر اصف علي زرداري دشورو په ورځ په څلور ملکي سرمشريزه غونډه کې دبرخې اخستو لپاره دروس ښار سوچي ته رسيدلى او دغلته يې دافغانستان او تاجکستان دجمهوررئيسانو سره ليدنې کړي دي.
دپاکستان دسرکاري ټي وي له مخې صدر زرداري خپل افغان سيال حامد کرزي سره په ليدنه کې دترهگرۍ دمخنيوي او دامنيت دټينگښت په گډو هڅو دوامداره ساتلو اتفاق وکړو.
دواړو مشرانو په پاکستان کې دسيلاب له امله په پيدا شوي وضعيت هم خبرې کړي دي.
دسرکاري تيليويزيون دراپور له مخې صدر رحمانوف سره په ليدنه کې داړونده خوښۍ په چارو خبرې وشوې او تاجک صدر پاکستان کې دسيلاب له امله په اوښتو زيانونو دافسوس څرگندولو په ترڅ کې دامداد باور ورکړو.
ديو سرکاري بيان له مخې صدر زرداري به دخپل روسي سيال سره هم ليدنه کوي،ښاغلي زرداري سره په دغه دوره کې دپاکستان ددفاع وزير چوهدري احمدمختار هم موجود دى.
صدر زرداري به په سرمشريزه غونډه کې دگډون وروسته دشورو په شپه هيواد ته ستنيږي.
په ډاگه دې وي چې صدر زرداري ته دروس دوه ورځنۍ دوره کول ؤ خو په هغه په روانه مياشت کې دهيواد دننه دخونړي سيلاب دسختو تباهيو باوجود دفرانس او برطانيې دسفر کولو په اړه دشوؤ نيوکو څخه وروسته دروس دوره يواځې دڅو ساعتو پورې محدود کړل شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG