لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ذلنسکي: د روس "ترهګر حملو" مخنیوي دپاره اوکراین مزایلو ته ضرورت لري


ذلنسکي وايي په مډرډ ښار کې د ناټو مشرانو له غونډې شورو کیدو نه وړاندې ورته د ائتلاف سترسیکتر ینس سټالټنبرګ لخوا ټیلې فون شوی، په کیدونکې غونډه کې امکان دی چې اوکرائن د بحث غټه موضوع وي
ذلنسکي وايي په مډرډ ښار کې د ناټو مشرانو له غونډې شورو کیدو نه وړاندې ورته د ائتلاف سترسیکتر ینس سټالټنبرګ لخوا ټیلې فون شوی، په کیدونکې غونډه کې امکان دی چې اوکرائن د بحث غټه موضوع وي

د اوکرائن صدر ویلاډیمیرذلنسکي ویلي د ناټو د غړو هیوادونو مشرانو سره په خبرو کې يې په دي خبره ټینګار کړی دی چې د هغه په قول د روس د "ترهګرو حملو" مخینوي دپاره اوکراین د مزایلو په ضد طاقتور دفاعي نظام ته اړتیا لري.

ذلنسکي وايي په مډرډ ښار کې د ناټو مشرانو له غونډې شورو کیدو نه وړاندې ورته د ائتلاف سترسیکتر ینس سټالټنبرګ لخوا ټیلې فون شوی، په کیدونکې غونډه کې امکان دی چې اوکرائن د بحث غټه موضوع وي. ښاغلي سټالټنبرګ وئیلي په ناټو غونډه کې به د خپل نزدې ملګري هیواد اوکرائن له اوس وخت او د اوږدې مودې لپاره مرستې سیوه کوو.


د ذلنسکي سره د خبرو ورستو ښاغلي سټالټنبرګ په خپل ټویټر وئيلي مونږ له تاسو سره ولاړ یو. د ناټو سترستکتر د ګل په ورځ وئیلي د غربي هیوادونو ائتلاف به د خپل بیړنې حالت تیار اوسیدونکو عسکرو شمیر 7 غبرګه سیوه کولو اعلان کوي، مطلب دې وخت د 40 زرو پرځائ به دغه شمیر درې لکه وي.

دې وخت د اوکرائن په مرکزي سیمه کې د روس لخوه د ګل په ورځ د ګوزار کړل شوي میزائیل له کبله غورزیدلې ودانیو د ملبې لاندې د ژوندي پاتې کسانو لټون کوي، دغه حمله کې د مړو شمیر 18 ته رسیدلی دی. ښاغلی ذلنسکي وايي چې قصدًا ئ دغه برید کړی او وايي د کریمن چیک ښار د سود سوده دغه بازار کې د یو زر نه زیات کسان هغه وخت موجود وو کله چې ورباندې میزائل ورپریوتلو.

ښاغلي ذلنسکي د ګل په ورځ د شپې په وخت جاري کړل شوي ویډيو پیغام کې وئيلي ؛دا کوم په خطه نه دی پریوتی، دا په دې سود سوده بازار باندې روس قصدًا حمله کړې،ده زیاته کړه دا حمله د اروپا په تاریخ کې تر ټولو په ډاګه د ترهګره حملو یوه حمله ده.
ذلنسکي په ټيلې ګرام وئيلي وو چې په برید کې د مړو شمیر د اندازو نه بهر دی او دا د شاپنګ مرکز سرښار کي یوف نه 300 کلومیټره لرې پروت دی او د روس پوځ لپاره دا کوم خطر نه وو او نه ئ کوم سټراټیجکي اهمیت لره.

د امریکا خارجه وزیر انتوني بلنکن په ټویټر وئيلي نړئ د روس لخوه د نن ورځې میزائیلي حملې سره لړځیدلې،کوم چې د اوکرائن د ګڼې ګوڼي په بازار لږیدلی او د د روس خونړیو پيښو یوه تازه پښه ده. ده زیاته کړه مونږ به د اوکرائني ملګرو سره خپلې مرستې دوامداره ساتو او د دې خونړئ پیښو ذمه واره روس نور چې کوم ذمه وار دي د هغوي سره به ددې حساب کوو.
د ملګرو ملتونو ویاندې سټیفني ډوجیرک دا برید یو ویرونکی برید بللی او وائ چې د ملګرو ملتونو سکیورټي کونسل به نن د اوکرائن په خواست د دې په اړه غونډه کوي.

دا برید په داسې حال شوی چې د نړئ 7 شتمنه هیوادونو د جرمني په بوئيرئین الپس کې شوې غونډه کې د اوکرائن سره د مرستو دوامداره ساتلو ژمنه کړې ده.

د یادو هیوادونو سترمشرانو په ګډه اعلامیه کې د میزائیل دا تازه برید یو غټ ظلم بللی او وايي د دې خونړي برید له کبله د وژل شوو بی ګناه خلکو په غم کې دوئ د اوکرائن سره شریک دي.

د روس لخوه په اورکرائن د یرغل په څلورمه میاشت تیره ورځ امریکا او د جي سیون نورو غړو هیوادونو په روس نوي بندیزونه اعلان کړي دي. په دغه بندیزنو کې د روس ټکنالوجۍ او صنعتي مدونو ته پکار موادو باندې بندیزونه هم شامل دي.

د امریکا سپینې ماڼۍ ویاند وئیلي امریکا به د اوکرائن لنډې مودې بجټ اړتیاؤ لپاره د جي سیون هیوادونو لخوه د مرستو په لړ کې د 7.5 ارب ډالره ورکولو ژمنه کړې او دا چې حکومت ئ د اوکرائن سره د اوږدې مودې لپاره دفاعي،اقتصادي، بشري، عسکري او سفارتي مد کې د مرستو کلکي ژمنې لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG