لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ریپبلکن ګوند له خوا په صدارتي ټاکنو کې د لاسوهنو د تورونو په منځ کې زلنسکي له بایډن او هېرس سره لیدلي


د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي پرون په سپینه ماڼۍ کې له صدر جو بایډن او د هغه له مرستیالې او په صدارتي ټاکنو کې د ډیموکرېټ ګوند له نوماندې کاملا هېریس سره په داسې وخت لیدلي چې ریپبلکن ګوند په ټاکنو کې د لاسوهنې تورونه لګوي.

زلنسکي صدر بایډن ته هغه پلان وړاندې کړی چې دی یې "د بریا پلان" بولي او یو ځل بیا یې د روس په خاوره کې د اوږده واټن ویشتونکو وسلو پر کارولو د بندیز د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

امریکا او متحدین پر اوکراین د روس له یرغل راهیسې له کیف سره پوځي مرستې کوي خو د روس پر خاوره یې لا د دغو وسلو د کارولو اجازه نه ده ورکړې او که دغه محدودیت لرې شي اوکراین به په روس کې دننه پر پوځي اهدافو بریدونه ترسره کړای شي.

بایډن د ستمبر پر 26مه ماښام په خپل دفتر کې د ملاقات په وخت د "بریا پلان" پر وړاندې کولو د صدر زلنسکي مننه وکړه او ویې ویل چې روس به نه بریالی کېږي، بلکې اوکراین به بریالی شي او واشنګټن به له کیف سره ولاړ وي.

د اوکراین صدر زلنسکي له خپل امریکایي سیال سره تر لیدو وروسته د هغه له مرستیالې او د ډېموکرېټ ګوند د ولسمشرۍ له نوماندې کاملا هېریس سره هم ولیدل او له هغې سره یې هم خپل پلان شریک کړ.

کاملا هېریس له صدر زلنسکي سره د لیدو په وخت هغه ته د اوکراین په جګړه کې د خپل حکومت د ملاتړ خبره بیا تکرار کړې او ویلي یې دي دا په اوکراین پورې اړه لري چې پریکړه وکړي چې جګړه څنګه پای ته ورسوي.

هېریس د ریپبلکن ګوند د مرستیال نوماند جې ډي وېنس د نوم له اخیستو پرته د هغه پر دې خبره انتقاد کړی چې ویلي یې دي د جګړې د پای ته رسولو وړاندیز به د اوکراین خاوره کمه کړي او د نېټو غړیتوب به ونه لري.

کاملا هېریس ویلي، "دا وړاندیزونه د [روسي صدر ولادیمیر] پوټین هغه ته ورته دي او راځئ سپینه خبره وکړو: دوی د سولې د وړاندیز پر ځای د تسلیمېدو وړاندیز کوي، کوم چې خطرناک او د منلو وړ نه دی".

صدر زلنسکي پر خپل ایکس له بایډن او هېریس سره د لیدنو عکسونه او ویډیو خپاره کړي او لیکلي یې دي چې له دواړو سره یې په جګړه کې د بریا د پلان تفصیلات شریک کړي دي.

زلنسکي لیکلي، دا ورته ډېره مهمه ده چې په بشپړه توګه پوه شي او له امریکې سره په بشپړه همغږۍ کار وکړي:

"موږ باید دا جګړه پای ته ورسوو او منصفانه سولې ته ورسیږو. موږ باید خپل خلک – اوکرایني کورنۍ، اوکرایني ماشومان – او هر څوک د پوټین له شره وساتو. موږ په دې موده کې د اوکراین د ملاتړ لپاره د امریکا مننه کوو".

په تېرو څو ورځو کې ټرمپ په زلنسکي نیوکې زیاتې کړي او وايي امریکا یو داسې تن ته په اربونو ډالر ورکوي چې جنګ د ختمولو دپاره معاهدې نه انکار کوي.

ه کانګرس کې د ريپبلېکن پارټۍ غړي غوښتنه کوي چې په پېنسېلوېنیا ریاست کې د وسلې کارخانې ته د ګل، دوشنبې، په ورځ د زېلېنسکي د دورې په سر دې په واشنګتن کې د یوکرېن سفيره اوسکانا ماکروا د دندې نه لرې کړی شي. په صدارتي انتخاب کې پېنسېلوېنیا د سختې مقابلې ریاست ګنل کېږي.

د ريپبلېکن پارټۍ د اکثریت لاندې د هاس اف رېپرېزېنټېټیوز سپيکر مایک جانسن زېلېنسکي ته په یو خط کې وویل د یوکرېن دپاره ګوله بارود جوړونکي کارخانې ته د هغه دوره یو جانبداره ګامو و چې مقصد يې په صدارتي انتخاب کې د ډېموکرېټېک پارټۍ حمایت و. جانسن وویل دغه دوره په انتخاب کې د مداخلت په څېر ده.

جانسن وویل د ريپبلېکن او د ډېموکرېټېک پارټۍ غړي په یوالي د یوکرېن حمایت کوي خو هغه دا تعلق په غېرضروري توګه ازمایل کېږي او د ريپبلېکن پارټۍ امیدواران په غېر ضروري بدنامېږي کله چې د یوکرېن د حکومت چارواکي په مطبوعاتو په دوی نیوکې کوي.

ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ په بایډن او هېرېس الزام ولګولو چې په کال ۲۰۲۲ کې په یوکرېن د روس د یرغل نه شروع شوی جنګ اوږدوي. ټرمپ وویل پکار ده چې زېلېنسکي د روس سره څه نه څه مهاهده کړې وه. د ټرمپ په قول خرابه معاهده به د یوکرېن د موجوده صورتحال نه بهتره وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG