لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 چارواکی: په ژوب کې د پولیو څاڅکو نه د انکاري خلکو شمېره کمه شوي ده


په ژوب کې د يونيسيف چارواکي نزير احمد مردانزي وویل چې د سیاسي او مذهبي مشرانو د ملاتړ په نتېجه کې د تېرو کلونو په مقابل کې په موجوده وخت کې ماشومانو ته د پولیو څاڅکو نه د انکاري خلکو شمېره د زرګونو نه سلګونو ته کم شوی دی او اوس د زیاترو خلکو انکار مذهبي اړخ لري
په ژوب کې د يونيسيف چارواکي نزير احمد مردانزي وویل چې د سیاسي او مذهبي مشرانو د ملاتړ په نتېجه کې د تېرو کلونو په مقابل کې په موجوده وخت کې ماشومانو ته د پولیو څاڅکو نه د انکاري خلکو شمېره د زرګونو نه سلګونو ته کم شوی دی او اوس د زیاترو خلکو انکار مذهبي اړخ لري

د پولیو ضد اینده کېمپېن دپاره د سیاسي او مذهبي مشرانو د ملاتړ ترلاسه کولو په غرض د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېرښېګړې ادارې یونېسېف په انتظام په ژوب کې یوه غونډه وشوه.

په بلوچستان کې د پوليو راروان کېمپېن به د دسمبر په ديارلسمه نېټه پيل شي.

د چارواکو په وېنا د اینده کېمپېن لپاره د بلوچستان په څلوردېرش ضلعو کې به شاوخوا اووه زره ګرځنده ټيمونه کار کوي او هغه ماشومان به ويکسين کړي چې عمرونه يې ترپنځو کلونو پوري وي.

په ژوب کې د يونيسيف چارواکي نزير احمد مردانزي وي او ای ډيوه ته وويل د ژوب سيمينار یا غونډه د نوي کېمپېن په کاميابۍ کې د سياسي ګوندونود کردار په اړه راجوړه کړی شوي وه.

هغه وویل چې د سیاسي او مذهبي مشرانو د ملاتړ په نتېجه کې د تېرو کلونو په مقابل کې په موجوده وخت کې ماشومانو ته د پولیو څاڅکو نه د انکاري خلکو شمېره د زرګونو نه سلګونو ته کم شوی دی او اوس د زیاترو خلکو انکار مذهبي اړخ لري.

ښاغلي مردانزي وویل څو کاله وړاندې په ژوپ ضلع کې اته نهه زره کسان رفيوزل يا انکاري وو، خو اوس دغه شمېره يوازي نهه سوه ته راټيټه شوې ده.

هغه زیاته کړه "موږ غواړو د سياسي او مذهبي مشرانو په مرسته دغه پاتي انکاري خلک هم قانع کړو چې خپل ماشومان ويکسين کړي."

په سيمينار کې شريک د جمعيت علما اسلام نظرياتي مشر مولانا عبدالحميد مردانزي وويل، چې د پوليو کېمپېنونو له برکته اوس د ګوزڼ ناروغي له منځه تللې او ديني عالمانو په دې کې خپل ښه رول لوبولی او ماشومانو ته يې په خپل لاس څاڅکي ورکړي دي.

مولانا عبدالحميد مردانزي وویل "د ګوزڼ ناروغي اوس په نوره نړۍ کې له منځه تللې، خو يوازي پاکستان او ګاونډی افغانستان چې په کې دغه ناروغي شتون لري. لامل يې همدا دی، چې ځيني خلک خپلو ماشومانو ته د ناروغۍ ضد څاڅکي نه ورکوي. دا د هرچا فرض دی، چې خپل ماشومان ويکسين کړي."

په ژوب کې د پاکستان تحريک انصاف ضلعي مشر داود خان مندوخېل چې په سيمينار کې يې ګډون کولو وي او ای ډيوه ته وويل، دا د هر سياسي کارکوونکي ذمه واري ده چې د روغتيا څانګې دغه پيغام هر کلي او کور ته ورسوي چې د پوليو وايرس په پاکستان کې له منځه يووړل شي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG