د یوکرېن کړکېچ: روس وایي غوښتنې یې نه دي منل شوې، نېټو وایي ختیځ یورپ کې پوځ زیاتوي

واشنګټن ــــ د روس ولسمشر وایي امریکې او نېټو د یوکرېن د کړکېچ پر سر د ماسکو امنیتي غوښتنو ته مثبت جواب نه دی ویلی. بل لور ته د نېټو مشر وایي اتحاد یې تیار دی چې په ختیځ یورپ کې خپل ځواکونه زیات کړي.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې ځینو امریکایي چارواکو بیا دعوه کړې چې روس د جګړې د امکان په صورت د خپلو پوځیانو د درملنې لپاره د یوکرېن پولې ته وینه او نور طبي سامانونه رسولي دي.

د یوکرېن پر سر کړکېچ وروسته له هغه بیا زیات شوی چې امریکې او نېټو د روس امنیتي غوښتنو ته لیکلي جوابونه سپارلي او په هغه کې یې د ماسکو مهمې غوښتنې رد کړې دي.

د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین د جمعې په ورځ د فرانس له ولسمشر ایمانویل میکرون سره په ټلیفوني خبرو کې وویل، امریکې او نېټو په سفارتي جوابونو کې د ماسکو هغه اندېښنې په پام کې نه دي نیولې، چې غواړي د نېټو د پراختیا، د روس پولې ته څېرمه د دې اتحاد د وسلو د ځای پر ځای کولو او په ختیځ یورپ کې یې د پوځونو د زیاتولو مخه ونیول شي.

امریکې او نېټو د روس دغه غوښتنې رد کړې دي خو وایي نور هم داسې مسایل شته چې خبرې ورباندې کېدای شي. د نېټو عمومي مشر ین سټولټنبرګ د جمعې په ورځ د واشنګټن څېړنیزې ادارې ایټلانټیک کونسل آنلاین پوښتنو ته په جواب کې وویل، نېټو تیاره ده چې په ختیځ یورپ‌ کې خپل پوځونه زیات کړي، ځکه چې د روس پوځ او وسله له نیژدې ویني چې بېلاروس ته یې لېږدوي:

"موږ سیاسي خبرو ته تیار یو، خو که روس د جګړې لاره خپله کړي نو موږ جواب ورکولو ته هم تیار یو، نو موږ دواړو لارو ته تیاري نیولې ده، موږ د غوره سولې لپاره پر سیاسي حل لاره هم سخت کار کوو، خو بدې لارې ته هم تیار یو".

د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګیلاوروف وایي ماسکو له یوکرېن سره جګړه نه غواړي، خو وایي که اړتیا شوه نو د لوېدیځو هېوادونو په ضد به خپلې امنیتي ګټې ضرور خوندي ساتي.

د روس د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې تمه لري په راتلونکو څو اوونیو کې د امریکې د بهرنیو چارو له وزیر اینټني بلینکن سره بیا وویني.

سرګیلاوروف دا خبرې د جمعې په ورځ د روس له یوې رېډیو سره په مرکه کې تر هغه یوه ورځ وروسته کړې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د یوکرېن ولسمشر ته په ټلیفون وویل، د دې «روښانه امکان» شته چې روس یې په راتلونکې فرورۍ میاشت کې پر هېواد برید وکړي.

د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن وایي اوس هم لا وخت او ځای شته چې د یوکرېن پر سر له جګړې ډډه وشي او د سفارتکارۍ لاره خپله شي. ښاغلي آسټن د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل:

"امریکې له خپلو متحدینو او ملګرو سره په ګډه روس ته له بحرانه د لرې اوسېدلو او پراخې سولې وړاندیز کړی دی، د دفاع وزارت به د دغو سفارتي هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي".

خو بل لور ته خپله د یوکرېن ولسمشر ولادمير زلانسکي پر لوېديځ ږغ کړی چې د دغه هېواد په پولو کې د روسي پوځيانو د ځای پر ځای کېدو په اړه دې وېره نه خپروي.

ولادیمیر زلانسکي د جمعې په ورځ په پایتخت کیف کې خبریالانو ته وویل، پر یوکرېن چې د روس د ممکنه برید خبرداری ورکول کېږي، دې خبرداري یې د هېواد اقتصاد له خطر سره مخ کړی دی.

ښاغلي زلانسکي پر برتانیې، امریکې او اسټرېلیا هم نیوکې وکړې چې وایي سفارتکارانو یې خپلې کورنۍ له یوکرېنه و ایستلې.

رپوټونه وایي دغو هېوادونو د دې اندېښنې په بنیاد خپل سفارتکاران له پایتخت کیف څخه ایستلي، چې روس نه یواځې تر یو لک زیات پوځیان د یوکرېن پر پوله ساتلي بلکې وینه او نور طبي وسایل یې هم ور لېږدولي دي او امکان لري چې په دې هېواد باندې پوځي یرغل وکړي.