لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي د یوکرین حکومت په کمزوره کولو کې د روس په چالونو خبر دی


د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف او د امریکې خارجه وزیر انټېني بلېنکن
د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف او د امریکې خارجه وزیر انټېني بلېنکن

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انټېڼي بلېنکن د اتوار/یکشنبې په ورځ روس ته خبرداری ورکړ چې واشنګټن په "ټولو هغو چلونو او تکنیکونو" پوهېږي کوم چې ماسکو یې د یوکرین حکومت د کمزوره کولو دپاره کارولی شي، مګر بیا هم په دې امید چې ختیځ یورپ کې کشیدګۍ ختمې شي، سفارتکاري هلې ځلې به جاري ساتي.

بلېنکن د اېن بي سي ټلوېژن "ميټ ډې پرېس" پروګرام سره خبرو کې وویل: "په یقین سره دا ممکنه ده هغه ډېپلومېسي چې روس پکې شامله ده، هسې روانه وي او د هغو په نهایي فېصلې چې په یوکرین حمله او یا هم په یو ډول او بل ډل مداخلت وکړي او که نه، هېڅ اثر ونه غورځوي. مګر مونږ ته دا ذمه وارې ترغاړې ده چې څو کولی شو او امکان یې وي، سفارتکاري کوششونه جاري وساتو، ځکه دا د لانجې ختمولو ښه ذمه وارانه طریقه کار دی."

بلېنکن په یوه بله مرکه کې چې د سي اېن اېن ټلوېژن سره یې وکړه،د امریکې له اړخه په ماسکو باندې د په فوري توګه د سختو اقتصادي پابندیو د لګولو امکان رد کړ. امریکا وعده کړې ده چې که د روس صدر ولاډمیر پوټین په یوکرین برید وکړي، امریکا او اتحادیان به یې ورباندې سختې اقتصادي پابندۍ ولګوي. روس خپل شاوخوا یو لاک و اووه ویشت زره (۱۲۷۰۰۰) عسکر د یوکرین سرحد ته نږدې ځای پر ځای کړي دي. بلېنکن وویل، که اقتصادي پابندۍ اوس دستي ولګولی شي، بیا نو د روس د مخنیوي دپاره اثرګذاره اقدام له منځه ځي.

بل اړخ ته د امریکا یو رېپبلېکن سنېټر جوني ارنېسټ چې د بلېنکن نه پس سي اېن اېن کې غږېده، د صدر بایډن انتظامیه یې په دې تورنه کړله چې یوکرین ته د مخ ته شوې خطرې په سر، د روس سره د دلاسایۍ تګلاره مخ ته وړي.

سنېټر ارنېسټ ټینګار وکړ چې په ماسکو دې همدا اوس پابندۍ ولګولی شي ځکه د هغه په وینا، "صدر پوټین صرف د زور او قوت په ژبه پوهیږي. په کار ده چې مونږ کلک عزم ولرو."

د برطانیې استخباراتو راپور ورکړی چې روس غواړي په یوکرین کې خپل د خوښې یو نوی حکومت راولي. کله چې د امریکې د خارجه وزیر نه په دې اړه پوښتنه وشوه، نو هغه په دې حقله د څه ویلو نه ډډه وکړه. مګر روس د برطانیې د استخباراتو راپور رد کړی او هغوی یې د غلطو معلوماتو په خورولو تورن کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG