لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یوکرین په سر لانجه: روس لویديځ پلو ته اضافي لښکرې لیږي


د روس دفاع وزارت ویلي چې د هغه ملک د لېرې ختیځو سیمو نه یو نامعلوم شمېر عسکر د یو لوی جنګي مشق دپاره د یوکرین شمالي ګاونډي هېواد بېلاروس ته لیږي. دې سره به د یوکرین شاوخوا ته د روسي لښکرو تعداد کې نوره هم اضافه راشي. تر دې وړاندې اندازه لګول کېده چې روس د یوکرین ختیځ سرحد غاړې ته یو لاکهـ پوځیان راغونډ کړي دي، او مغربي ملکونو ته یې دا وېره پیدا کړې چې شاید پوټین په یوکرین حمله وکړي.

په داسې حال کې چې کشیدګۍ زیاتې شوې دي، وایټ هاوس خبرداری ورکړی چې هره لحظه دا امکان شته چې روس خپل ګاونډي ملک یوکرین باندې پوځي حمله وکړي. برطانیې یوه اندازه د ټېنکونو ضد وسلې یوکرین ته لېږلي دي.

د روس د دفاع نایب وزیر الکزنډر فومېن وویل چې د دوی عسکر به د بېلاروس د عسکرو سره یوځای پوځي مشقونه ترسره کړي او هدف به یې دا وي چې د کوم خارجي خطرې سره د مقابلې دپاره آماده اوسي.

فومېن وویل چې د دې عسکرو او د وسلو د لېږلو چارې به یې د فرورۍ تر نهمې (۹) نېټې پورې جاري وي او بیا به د فرورۍ د لسمې نه تر شلمې (۲۰-۱۰) نېټې پورې د روس او بېلاروس ځواکونو مشترک پوځي مشقونه جاري وي. هغه ونه ویل چې په دې مشقونو کې به څومره عسکر شامل وي خو دا یې زیاته کړه چې روس به د لسو (۱۰) نه زیات سو-۳۵ ډوله جنګي جټ جهازونه او د فضایي دفاع څو یونېټونه بېلاروس ته وليږي.

بل اړخ ته د یوکرین چارواکو خبرداری ورکړی چې ممکن روس د څو طرفو نه، په شمول د بېلاروس د اړخه، په یوکرین پوځي حمله وکړي.

امریکا د نهې/سې شنبې په ورځ یو ځل بیا پخپلې فکرمندۍ ټینګار وکړ او د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي، بېلاروس ته د روسي عسکرو د لېږلو اقدام، یو "بې حده خطرناک حالت" وباله.

جېن ساکي وویل: "مونږ اوس په داسې یوه موقع کې یو چې ممکن روس هره لحظه په یوکرین کې یوه حمله پیل کړي."

تېره هفته د روس، امریکا او نېټو ترمنځ د یوکرین په سر د کشیدګیو د ختمولو په خاطر خبرې بې نتیجې پاته شوې. د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن به بیا هم د جمعې په ورځ جینیوا کې د روس د خارجه وزیر سرګي لاورف سره ملاقات وکړي او کوشش به وکړي چې د بحران مخه ونیول شي.

د یوکرین دفاع وزیر د نهې/سې شنبې په ورځ وویل چې د برطانیې نه یې د ټېنکونو ضد وسلو اوله بسته ترلاسه کړې ده، او دا وسلې به د یوکرین دفاعي صلاحیت ورزیات کړي.

روس وایي په یوکرین باندې د حملې نیت نلري، خو د مغربي ملکونو نه دا ضمانت غواړي چې یوکرین او یا د سوویت یونین/شوروي اتحاد کوم بل پخوانی ملک به په نېټو کې نه شاملیږي او نه به نېټو هغو ملکونو ته خپل عسکر لیږي. امریکا او اتحادیانو یې د تېرې هفتې په مذاکراتو کې د روس دا مطالبات په کلکه رد کړل.

بلېنکن د نهې/سې شنبې په ورځ هم د روس له خارجه وزیر سرګي لاروف سره خبرې وکړې او د شورو/چهارشنبې په ورځ (جنوري ۱۹مه) به اوکراین ته په یو فوري سفر کې د یوکرین د صدر لوډمیر زېلینسکي او د هغه ملک له خارجه وزیر ډمیټرو کولیبا سره ملاقات وکړي.

بلېنکن به د هغه نه پس برلېن ته ولاړ شي او هلته به د جرمني د خارجه وزیرې انالېنا بېربوک سره وګوري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG