اوکراین کې په لارو کوڅو کې د جسدونو د پیدا کېدو نه پس، د امریکې خارجه وزیر د روس جنګي ظلمونه وغندل

واشنګټن - د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن د اتوار/یکشنبې په ورځ په سخته د روس غندنه وکړه او هغه ملک یې په اوکراین کې د جنګي جرمونو په ترسره کولو تورن کړ. د امریکا دا غبرګون پس له هغه مخې ته راغی چې روسي عسکر کیېف ښار ته څېرمه د بوچا سیمې نه ووتل او نړېوالو وکتل چې هلته په لارو سړکونو باندې د انسانانو جسدونه په بد حال کې پراته و.

د امریکا خارجه وزیر د سي اېن اېن ټلوېژن سره په مرکه کې وویل: "سړی هېڅ تاب نشي راوړی، د سړي لړمون خوړین شي. مونږ دې ته بې حس نشو پاته کېدی. دا مونږ معمول نشو ګرځولی."

بلېنکن زیاته کړه چې امریکا به په ټول اوکراین کې د روس د جنګي جرمونو د دستاوېزي کولو کوشش وکړي. په همدې حال کې اوکراین دعوه کړې چې د سرښار کیېف شاوخوا سیمې یې بېرته د روسانو نه آزادې کړي دي. د روس پوځ د کيېف له شاوخوا سیمو نه په شا شوی چې د تورې بحېرې په غاړه د اوکراین په جنوبي ښارونو او په ختیځ کې د دونباس په لانجمنه سیمه کې پخپلو نویو حملو باندې ترکیز وکړي.

د اوکراین صدر ولوډمیر زېلنسکي د سي بي اېس ټلوېژن سره په مرکه کې، د بوچار سیمې په لارو کوڅو باندې د عامو خلکو د جسدونو د موندنې په باب وویل: "په حقیقت کې، دا نسل وژنه ده." هغه وویل چې اوکراین د روسي عسکرو له خوا "ويجاړیږي او بربادیږي."

په همدې حال کې د نېټو سېکټري جنرل ینس سټولټنبرګ سي اېن اېن ټلوېژن سره مرکه کې وویل: "دا د شهریانو په ضد داسې یوه بېرحمي ده چې مونږ په لسهاوو کاله (په یورپ کې) نده لیدلې. دا د صدر پوټین ذمه واري ده چې دا جنګ ختم کړي."

بل اړخ ته د روس د دفاع وزارت د اتوار/يکشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې په بوچا سیمه کې د عامو خلکو وژنه د روسي عسکرو کار ندی. د روس دفاع وزارت دعوه وکړه چې ګني د بوچا په لارو کوڅو کې د پراتو جسدونو د تصویرونو او ويډیوګانې خپريدل د مغربي ملکونو "یوه بله اشتعال انگیزی ده".

بلېنکن او سټولټنبرګ دواړو د کیېف شاوخوا سیمو نه د روسي عسکرو د په شا تللو آینده نتایجو ته د شک په سترګه کتلي دي. اول داسې ګڼل کېدل چې د ماسکو خیال و کيېف په څو ورځو کې ونیسي، مګر داسې ونشوه او د څو هفتو په تېرېدو یې لا هم قبضه نشو کړی.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د اتوار په ورځ د روسي عسکرو د شاتګ په اړه وویل: "ممکن هغوی بېرته ځانونه منظم کړي او بیا کیېف ته راشي." مګر بلېنکن زیاته کړه په تېرو څه باندې پنځو هفتو کې د روسانو په ضد د اوکرایني جنګیالیو مقابله دا وښوده چې د "د اوکراین د خلکو اراده به د اشغال ښکار نشي."

د نېټو سېکټري جنرل ینس سټولټنبرګ هم د کیېف نه د روسي عسکرو په شاتګ ته خوشبیني نده ښودلې او ویلي یې دي، "دا یو حقیقي وتل ندي، بلکې ختیځ او جنوب پلو د سټراټیجۍ پام اړول دي."

په جنوب کې د ماریوپول ښار اوس هم د روس په محاصره کې دی او د هغه ځای اوسېدونکو د اتوار/یکشنبې په ورځ په دې انتظار و چې د رېډکراس یا سور صلیب نړېواله کميټه به هغوی ته بشري امداد ورسوي او د هغه ښار نه به ځیني کسان په تحفظ سره بهر وباسي.

د اسوشیټډ پرس خبري اداره وایي چې د اندازې ترمخه، شاوخوا یو لک تنان په ماریوپول ښار کې ګېر پاته دي. د یوې میاشتې نه زیات وخت وشو چې روسانو دا ښار محاصره کړی دی.