د اوکراین په یو سکول باندې د روسانو په بمبارۍ کې لسګونه عام کسان مړه شوي

په سرښار کیېف کې د یو موزیم مخې ته د روسانو د بمباریو د یو بم برخه

واشنګټن - د اوکراین په ختیځه سیمه کې یو سکول چې شاوخوا نیوي (۹۰) کسانو په کې پناه اخیستې وه، د روسي ځواکونو د بمبارۍ له امله تباه شوی او دا ېره شته چې هلته به لسګونه عام کسان مړه شوي اوسي.

د لوهانسک لانجمنې سیمې ګورنر، چېرته چې دا تېرې څو هفتې په کې د روس او اوکرایني قواوو ترمنځ سخت جنګ روان دی، ویلي چې د بمبار شوي ځای نه دېرش کسان ژغورل شوي مګر ممکن په سکول کې دننه نور پاتې کسان، ژوندي نه وي.

ګورنر سېرهي هېدای د خپل ټلېګرام اېپ له طریقه په یو پیغام کې ولیکل: "ډېر امکان شته ټول شپېته (۶۰) کسان چې د نړېدلو دېوالونو لاندې ګېر پاته دي، اوس مړه شوي اوسي."

هغه همدا راز ویلي چې د روسانو په ګوله بارۍ کې دوه هلکان چې عمرونه یې یوولس (۱۱) او څوارلس (۱۴) کاله و، د پرېویلیا ښار سره نږدې وژل شوي دي.

روس په داسې حال کې د اوکراین په ډونباس سیمه کې خپلو حملو ته زور ورکړی دی چې د ګل/دوشنبې په ورځ، د دویمې عالمي جګړې په مهال د نازي جرمني په وړاندې د خپلې کامیابۍ کلیزه لمانځي. په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفیره لېنډا ټامس-ګرینفیلډ د سي اېن اېن ټلوېژن "سټېټ آف دې یونین" پروګرام ته وویل چې روس په اوکراین باندې د خپل یرغل په مهال، "د لمانځلو دپاره هېڅ شی" نلري او بل دا چې یوازې کامیابه شوی په نړېواله برادرۍ کې ځان ګوښی کړي.

د یو بل خبر ترمخه، د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو په یو ناڅاپه سفر کې کییف ښار ته تللی او د اوکراین صدر ولوډېمیر زېلنسکي سره یې ملاقات کړی دی. جسټن ټروډو همدا شان په سرښار کيېف کې د کېنېډا سفارت هم بېرته پرانېستی دی.

د دې ترڅنګ، د امریکا جګپوړي سفارتکاران، په شمول د نګرانې سفیرې کرېسټینا کووین هم کیېف ته واپس تللي او امریکا آمادګي نیسي چې خپل سفارت په کیېف کې بېرته پرانیزي.

روس چې د اوکراین د حکومت په ړنګولو او د سرښار کیېف په نیولو کې ناکامه شو، اوس یې توجو ټوله د اوکراین ختیځې سیمې ډونباس ته ده. په بندري ښار ماریوپول کې هم ټوله سیمه د روسانو په واک کې ده، بغیر د سټیلو د یوې کارخانې چې هلته ویل کیږي شاوخوا دوه زره اوکرایني عسکر لا محاصره پاته دي او مقابله کوي. د خالي/شنبې په ورځ ټولې ښځې، ماشومان او زاړه خلک چې د دې عسکرو سره د سټيلو په کارخانه کې ګېر پاته و، له هغه ځایه راوېستل شول.

د اوکراین صدر ولوډېمیر زېلنسکي د اتوار/یکشنبې په ورځ د وېډیولنک د لارې د امریکي صدر جو بایډن او د جي-۷ ډلې (برطانیه، امریکا، کېنېډا، فرانس، اېټلي، جاپان او جرمني) د نورو مشرانو سره خبرې وکړې. د جي-۷ ډلې مشرانو، چې د نړۍ اوه طاقتوره اقتصادي هېوادونه ګڼل کیږي، د اوکراین سره د بلینونو ډالرو په ارزښت د پوځي امداد ژمنه وکړه.

بل طرف ته د امریکا د صدر ښځه یا فرسټ لېډي جېل بایډن د اتوار/یکشنبې په ورځ سلووېکیا کې وه او د هغه ځایه په ناڅاپه سفر اوکراین ته ولاړه. هغې په اوکراین کې د صدر زېلنسکي د مېرمنې، اولېنا زېلنسکا او د سکول د ځینو ماشومو طالب علمانو سره وکتل.

جېل بایډن د امریکایي عسکرو او د اوکراین سره د ملاتړ څرګندولو په خاطر خیتځ یورپ ته په دوره تللې ده.