فېنلېنډ په رسمي توګه نېټو کې د شاملېدو د درخواست اعلان وکړ

د فېنلېنډ صدر ساولي نیینېستو او د هغه ملک وزیراعظمه سانا مارین

واشنګټن - فېنلېنډ په رسمي توګه د اتوار/یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې غواړي د غربي پوځي ائتلاف – نېټو – غړیتوب ته درخواست ورکړي. فېنلېنډ په دې اعلان سره، د روسي صدر ولاډیمیر پوتین هغه خبرداری نظراندازه کړ چې ویلي یې و د نېټو سره د فېنلېنډ یوځای کېدل به د ګاونډي هېواد روس سره د هغه ملک پرامنه تعلقاتو باندې "منفي اثر" وغورځوي.

د فېنلېنډ صدر ساولي نیینیستو او وزیراعظمې سانا مارين د نېټو سره د یوځای کېدو د درخواست اعلان، په سرښار هېلسنکي کې د فېنلېنډ په صدارتي اېوان کې وکړ.

صدر نیینېستو پخپل بیان کې وویل چې "دا یوه تاریخي ورځ ده، او یو نوی دور پیل کیږي."

نېټو د مغربي قوتونو یو پوځي ائتلاف دی چې د دویمې عالمي جګړې نه پس جوړ شوی او په هغه کې د امریکا کردار تر نورو زیات دی. فېنلېنډ په داسې حال کې د نېټو سره د یوځای کېدو فیصله کړې ده چې روس د فرورۍ په ۲۴مه په اوکراین پوځي حمله وکړه او دا یرغل یې اوس هم جاري دی. اوکراین د نېټو غړی هېواد ندی، او د دې وجې نېټو نشي کولای نېغ په نېغه د اوکراین په سر د روس سره جنګ وکړي.

د فېنلېنډ سربېره، داسې اټکل کیږي چې ګاونډی هېواد یې سویډن هم په نېټو کې د شاملېدو فیصله وکړي او دې سره به خپله پوځي بېطرفي چې د دوو سدو/پېړیو راهیسي یې ساتلې وه، ختمه کړي. د سوېډن برسراقتدار ګوند چې مخکې په نېټو کې د شاملېدو مخالفت یې کاوه، د اتوار/یکشنبې په ورځ یې خپل مخالفت ختم کړ.

د نېټو سېکټري جنرل ینس سټولټنبرګ ویلي چې په هغه پوځي ائتلاف کې به سویډن او فېنلېنډ ته ښه راغلئ وویل شي، او دې سره معلومیږي چې په نېټو کې د دې دوو ملکونو د شاملېدو پروسه به هم تېزه وي.

ماسکو کې د کرملېن مطبوعاتي دفتر ویلي چې صدر پوتین د خالي/شنبې په ورځ د فېنلېنډ صدر ننیینېستو سره په ټلیفوني خبرو کې هغه ته خبرداری ورکړ چې د پوځي بې طرفۍ د رواجي تګلارې ختمول به یې "یوه اشتباه وي، ځکه د فېنلېنډ امن ته هېڅ ډول ګواښ موجود ندی."

د ماسکو په بیان کې دا هم ویلی شوي چې د فېنلېنډ په خارجي سیاست کې دغه راز یو بدلون، "د روس-فېنلېنډ ترمنځ تعلقاتو باندې منفي اثر غورځولي شي، کوم تعلقات چې د تېرو څو کلونو راهیسي د ښې همسایګۍ او شراکت په اساس جوړ شوي و او د دواړو ملکونو په ګټه و."

فېنلېنډ د روس سره ۱۳۰۰ کلومټره شریکه پوله لري، او که چېرته د نېټو غړیتوب ترلاسه کړي، نو دا به د نېټو یوازېنی هېواد وي چې د روس سره دومره اوږد سرحد ولري.

بل اړخ ته روس په فېنلېنډ باندې خپله بجلي بنده کړې ده، چې وجه یې په مبینه توګه نېټو کې د شاملېدو د فیصلې انتقام ګڼل کیږي. فېنلېنډ خپله لس فیصده ٪۱۰ انرجي د روس نه اخېستله، خو اوس یې دا کمبوت بل ګاونډی هېواد، سویډن ورډکوي.

امریکا ویلي چې په نېټو کې به د فېنلېنډ او سویډن د شاملېدو د درخواست ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د امریکا او اوکراین خارجه وزیرانو د اتوار/یکشنبې په ورځ د جرمني په سرښار برلېن کې ملاقات وکړ او د اوکراین د جګړې، او نړېوالو باندې د هغه د اثر په اړه یې خبرې وکړې.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د اوکراین خارجه وزیر دمیتري کوبېلا ته یقین ورکړ چې مغربي ملکونه په شمول د امریکا به اوکراین سره خپل ملاتړ او مرستې جاري وساتي.