د افغانستان نه انخلا "تباهي او خیانت" و - د برطانیي پارلېماني کميټه

واشنګټن (اې پي) - د برطانیې پارلېمان کې د بهرنیو چارو کمیټې پخپل یو رپوټ کې چې نن د نهې/سې شنبې (مئی ۲۴مه) خپور شو، د افغانستان نه د برطانوي پوځیانو وتل یوه "تباهي او خیانت" بللی او ویلي یې دي چې د انخلا په عمل کې جګپوړو سیاستمدارانو او سېول مامورینو لیډرشپ موجود نه و.

د برطانیې د پارلېمان دغې کمېټې د ملک د بهرنیو چارو په وزارت تنقید کړی چې اتلس (۱۸) میاشتې په دې پوهېدل چې انخلا ممکن ضرورت شي، مګر بیا یې هم د هغو افغانانو د انخلا دپاره هېڅ کومه منصوبه نه درلوده کوم چې په افغانستان کې یې د برطانویانو سره همکاري کړې وه.

د بهرنیو چارو د کمیټې په رپوټ کې دا هم ویلی شوي چې داسې ښکاري د سیاسي مشرانو ترمنځ په دې برخه کې د لیډرشپ/رهبرۍ واضحه کرښې موجودې نه وې، او فیصلې د "ناقابل شناخت او ناقابل حساب سیاسي مداخلتونو" په بنیاد ترسره کېدلې.

د برطانیې د پارلېمان د بهرنیو چارو کمیټې ویلي، "دا حقیقت چې کله کابل سقوط وکړ، د خارجي دفتر (د برطانیې د خارجه چارو وزارت) جګپوړي چارواکي په رخصتۍ تللي و، په قامي کچه د یو بېړني حالت په وخت کې د سنجیدګۍ، قوت یا لیډرشپ یو بنیادي نشتون څرګندوي."

یادي کميټې خپل رپوټ د اته میاشتېنۍ پلټنې په نتیجه کې خپور کړی دی. په دې پلټنو کې د برطانیې د پارلېمان د بهرنیو چارو کمېټې د شلو (۲۰) تنو ګواهانو د اورېدنې جلسې کړي او د شپږ دېرشو (۳۶) تنظیمونو نه راغونډ شوي شواهد یې هم څېړلي دي.