د ایران په جېل کې اورلګېدنې څلور تنه مړه کړي او 61 نور یې ژوبل کړي دي

واشنګټن - د ایران حکومت وایي چې د سرښار تهران په اوین جېل کې د اورلګېدنې له امله څلور قیدیان مړه شوي او یو شپېته (۶۱) نور زخمیان شوي دي. چارواکو د دې پېښې ذمه واري په قیدیانو اچولې ده. اوین د ایران یو لوی جېل دی چې سیاسي قیدیان او د حکومت ضد فعالان هلته په بند کې ساتل کیږي.

د ایران سرکاري ټلوېژن د اتوار/یکشنبې په ورځ یوه وېډیو خپره کړله چې په کې په مبینه توګه په اوین زندان کې د سکون بیا برقراري ښکاري. عدلي چارواکو ویلي چې څلور تنه قیدیان د لوګي د تنفس کولو له امله مړه شوي، او په ژوبلو کسانو کې هم د څلورو تنو صحت د فکرمندۍ وړ ګڼل شوی دی.

چارواکو دا هم ویلي هغه څلور کسان چې په دې پېښه کې مړه شوي دي، هغه کسان و چې د غلا په کېسونو کې بندیوان شوي و.

د ایران حکومتي رسنیو ویلي چې د څو ګنټو اورلګېدنې پس، اور خاموشه کړی شو او هېڅ کوم قیدي د جېل نه ندی تښتېدلی. په سرکاري ټلوېژن باندې یوې خپرې شوې ويډیو کې ليدلی کیږي چې د یوې کېمرې دېوالونه او چت سوځېدلی دی او ویلی کیږي چې د جېلخانې د درزي ګرۍ ورکشاپ دویم پوړ/منزل و.

د تهران ګورنر محسن منصوري ویلي چې، "دا اورلګېدنه د ځینو قیدیانو ترمنځ (د درزي ګرۍ په ورکشاپ کې) د شخړې له امله پېښه شوه. دا ورکشاپ د قیدیانو دپاره د روزګار موندلو په مقصد جوړ شوی و."

د ایران سرکاري خبري ادارې (اېرنا) د یو جګپوړي امنیتي چارواکي له قوله د شنبې/خالي په ورځ رپوت ورکړی و چې د جېل په یوه برخه کې قیدیانو د جېل د کارکنانو سره شخړه کړې ده. همدغه چارواکي دا هم ویلي و چې قیدیانو یو ګودام ته چې د قیدیانو د یونیفورمونو ډک و، اور واچاوه.

د اوین په جېل کې د خالي/شنبې په ورځ په داسې وخت کې اور ولګېد چې په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې پنځمې هفتې ته غځېدلي دي. د دې مظاهرو پیل، د مذهبي پولیسو په قید کې د یوې ۲۲ کلنې کردۍ نجلۍ، مهسا امیني د مرګ راهیسي و. مذهبي پولیسو هغه په دې خاطر ګرفتاره کړې وه چې ګني سم حجاب یې نه و اغوستی.

مګر د تهران سرکاري وکیل علي صالحي وویل چې د اوین جېل پېښه، د مهسا امیني د مرګ په ضد مظاهرو سره هېڅ کوم تعلق نه درلود.