واشنګټن - د ورلډ بنک او د نړېوالې مالیاتي ادارې – آئی اېم اېف – پسرلنۍ ناستې دا هفته پیل کیږي چې ممکن نړۍ کې د زیاتې ګرانۍ، سېوا کېدونکي جیوپولیټک تناوونو او مالیاتي استحکام په اړه فکرمندۍ به یې د بلندنظرانه اصلاحاتو په اېجنډا سیوری واچوي.
د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار په دې ناستو کې د حضوري ګډون نه انکار کړی او ویلي یې دي چې په دې ناستو کې به آنلاین برخه اخلي.
ښاغلي ډار ویلي دي چې پاکستان اوس په یو ګرداب کې راګیر دی او هغه د وزیراعظم په هدایت، امریکا ته خپله دوره ملتوي کړې او په واشنګټن کې کېدونکو غونډو کې به په آنلاین بڼه ګډون کوي.
د آئي اېم اېف یوې مشرې، کرېسټالینا جیورجیوا د ګل/دوشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل: "باوجود د دې چې په امریکا کې او په یورپ کې د صارفینو خرچې قابل ذکر بېرته سېوا شوي دي، او [د کرونا وبا نه وروستو] د چین د بیاپرانېستې له وجې د ترقۍ باوجود، (کال 2023 کي به) په عالمي کچه اقتصاده وده به د درې فیصدو (٪۳) ټیټه پاته شي."
د آئی اېم اېف د توقع ترمخه، د عالمي اقتصاد د ترقۍ شرحه به د آینده پنځو کلونو په لړ کې، درې فیصدو ته نږدې پاته وي، او د ۱۹۹۰ کلونو راهېسي چې آئي اېم اېف د عالمي اقتصاد د ودې پېشګویي کړې ده، دا یې تر ټولو ټیټه شرحه ده.
جیورجیوا تېره هفته وویل چې سږکال به د نړۍ د ترقي یافته اقتصادونو قریب نیوي فیصده (٪۹۰) ملکونه د سوکه اقتصادي ودې ښکار وګرځي، مګر بل اړخ ته داسې توقع شته چې د اېشیا پیاوړي کېدونکي مارکېټونه به نور هم قوت پیدا کړي او داسې پېشګويي کیږي چې د ټولۍ اقتصادي ترقۍ نیمه برخه به د هند او چین په نصیب وي.
د نړېوالې مالیاتي ادارې (آئی اېم اېف) مشره کرېسټالینا جیورجیوا
د آئی اېم اېف دې چارواکې زیاته کړه چې د کم آمدن والا ملکونه به یوې خوا ته د قرضونو د بوج لاندې او بل طرف ته په اېکسپورټ کې یې د کمي راتلو د وجې سخت نقصان وویني او دا کېدای شي د غریبۍ او لوږې مشکل لا هم زیات کړي.
د نهې/سې شنبې په ورځ به د آئی اېم اېف لخوا د نړۍ د اقتصادي نظرګاه/اوټ لوک په نوم سایټ کې د اقتصادي ودو په هلکه د لا تازه معلوماتو رپوټونه او پېشګویانې خپرې شي. په دې پېشګویانو کې به دا ښکاره شي چې مختلف ملکونه د څه اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دي.
بل پلو د ورلډ بنک مشر ډیوېد مالپاس د ګل/دوشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل چې د دوی د بنک د پېشګویۍ له مخې به نړېواله اقتصادي وده سږکال دوه فیصده (٪۲) پاته وي.
د ګرانۍ سره مقابله، تر ټولو اهم کار
د آئی اېم اېف او ورلډ بنک دغه پسرلني میټینګونه په داسې حال کې پیل کیږي چې نړۍ کې ګراني زیاته شوې او ترڅنګ یې د سیلیکان وېلي بنک د یودمي دېوالیه کېدو وروستو، د بنکي نظام د استحکام په اړه فکرمندۍ هم موجودې دي.
د آئی اېم اېف مشرې کرېسټالینا جیورجیوا تېره هفته وویل چې مرکزي بنکونو ته په کار ده چې د ګرانۍ سره د مقابلې دپاره، د سود شرحې نورې هم سېوا کړي. که څه هم دا فکرمندۍ شته دي چې دا ګام ممکن د بنکي نظامونو استحکام ته لا هم زیان ورسوي.
هغې د اې اېف پي خبري ادارې سره په یوه مرکه کې وویل: "مرکزي بنکونو ته اوس هم په کار ده چې د ګرانۍ سره مقابله کول خپل لومړیتوب وګرځوي، او بیا په مختلفو طریقو سره دې مالیاتي استحکام مضبوطه کړي."
ګڼ شمېر ملکونه چې آمدن یې کم دی، اوس مهال د قضو د سخت درانه بوج لاندې پاته دي، او یوه وجه یې دا ده چې د سود شرحه لوړه شوې ده او دا نور هم د دې سبب کیږي چې د غریبو ملکونو نه سرمایه بهر ووځي، کوم چې دوی ورته سخته اړتیا هم لري.
د پسرلنۍ ناستو نه وړاندې، آئی اېم اېف او ورلډ بنک په دولتمنو ملکونو غږ وکړ چې د کم آمدن والا ملکونو ته چې د کرونا عالمي وبا په وخت یې اقتصاد سخت زیانمن شو، د رعایتي قرضو دپاره یو اعشاریه شپږ (۱.۶) بلینه ډالر ځانګړې کړي.