د پاکستان او نيو زيلېنډ ترمنځ د ټي ټوينټي سياليو د روانې لړۍ په درېمه سیالۍ کې، د نيو زيلېنډ لوبډلې د سختې مقابلې وروسته پاکستانۍ لوبډلې ته په څلورو رنزونو ماتې ورکړې ده.
د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شوې سيالۍ پچه/ټاس د نيو زيلېنډ لوبډلې ګټلی او لومړی بېټنګ یې کړی دی.
د نيو زيلېنډ لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې په پينځه لوبغاړو اوټ کېدو 163 رنزونه جوړ کړي وو.
شاهين شاه اپريدي او حارث روف د نيو زيلېنډ دوه دوه لوبغاړي اوټ کړي دي.
New Zealand claim a victory that keeps the T20I series alive despite Iftikhar Ahmed%27s late heroics for Pakistan 👊#PAKvNZ | 📝 Scorecard: https://t.co/mEPkVDKEr3 pic.twitter.com/gk0mrPJfbI
— ICC (@ICC) April 17, 2023
په ځواب کې د کوربه پاکستانۍ لوبډلې ټول لوبغاړي په 159 رنزونو اوټ شوي او سيالي یې په څلورو رنزونو بايللې ده.
پاکستانۍ لوبډله کې افتخار احمد په 24 بالونو 60 رنزونه هم جوړ کړي خو بيا یې هم ماتې خوړلې ده.
د پاکستان او نيو زيلېنډ ترمنځه د پينځه سياليو د لړۍ په لومړیو دوه لوبو کې کوربه لوبډلې ګټه ترلاسه کړې او په دواړه سياليو کې یې د نيو زيلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې وې.
د دواړو لوبډلو دوه نورې سيالۍ په 20م او 24م اپرېل په راولپنډۍ ښار کې ټاکل شوي دي.
له دغې وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ پينځه يو ورځنۍ سيالۍ هم اعلان شوي چې په راولپنډۍ او کراچۍ کې به ترسره کیږي.