دجمهوري رياست ټولټاکنې به د جدول مطابق په شپږم اکتوبر سبا کيږي: ستره محکمه

په پاکستان کې دجمهوري رياست دټول ټاکنو دپاره د جنرال پرويز مشرف دټاکنې دکاغذونو دتصويب په ضد دائيني درخواستونو سماعت کوونکي دسترې محکمې لس کسيزه بينچ پريکړه کړې ده چې دجمهوري رياست ټولټاکنې به دشيډول مطابق هم سبا کيږي خو ولې ددې نتيجې به تر ١٧ اکتوبر نۀ شي اعلانولى.
دسترې محکمې لس کسيزه بينچ دپاکستان انتخابې کميسون هم ددې خبرې پابند کړى دى چې ترڅو ستره محکمه کې ددائر ائيني درخواستونو بشپړه فيصله نۀ وي شوي تر هغې يعني تر ١٧ اکتوبر اليکشن کميشن دجمهور رئیس په ټولټاکنو کې دکامياب کانديد نتيجه نۀ اعلانوي اؤ نۀ به هم په دې حقله اعلاميه جاري کوي .
دسترې محکمې لس کسيزه بينچ دا فيصله نن وروسته له هغې ورکړه چې د جمهور رئیس جنرال پرويز مشرف وکيل شريف الدين پيرزاده اؤ دوفاق وکیل وسيم سجاد په ستره محکمه کې ددائر درخواستونو په ضد خپل دلائل بشپړ کړل .