دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې مقامي طالبانو دميرعلي تحصيل په سکاؤټس
قلعه دراکټو او خودکاره وسلو بريد وکړو چې له امله يې دوه عسکر ژوبل شول.
دامنيتي ځواکونو لخوا دځوابي کارروايۍ په محال يوه ګوله دميرعلي سيمې سره خوا کې په کچه ابادۍ وغورځيده چې له امله يې يو تن مړ اودوه ماشومان ټپيان شوي دي.
دمقامي انتظاميې وينا ده چې ژوبل کسان دميرانشاه سکاؤټس روغتون کې داخل کړل شوي دي. دحکامو ترمخه امنيتي ځواکونو ځوابي عملياتو کې توپې هم وکارولې دمقامي خلکو وينا ده چې يوه ګوله دميرعلي سيمې سره خوا کې په کچه ابادۍ کې ميشت ديو افغان نژاد په کور راپريوته.
شمالي وزيرستان کې دمقامي طالبانو او دولت ترمينځ دامن معاهدې ماتيدو څخه وروسته حالات زيات کشيده شوي وؤ.
خو ددوؤ مياشتو څخه دمقامي طالبانو او دولت ترمينځ دمذاکراتو لړۍ دوام درلودو چې نتيجه کې يې کشيدګۍ کې کموت راغلى ؤ.
اوس يو ځل بيا مقامي طالبانو ويلي دولت سره يې هر رقم مذاکرات ناکامه شوي دي.
دمقامي طالبانو وياند احمدالله احمدي ډيوه راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل کۀ چرې دولت دشمالي وزيرستان څخه پوځي چيک پوستې ختمې نۀ کړې نو نور بريدونه به پرې هم کولى شي.
هغه ګواښ وکړو چې سوات کې دامنيتي ځواکونو لخوا په څرګنده ډول دکيدونکيو زياتيو بدله به وزيرستان کې اخستى شي.