د پاکستان د انتخاباتو بهرني څارونکي د ځینو بندیزونو سره مخ دي

د پاکستان حکومت بهرنیو څارونکو ته اجازه نه ورکوي چې د ټاکنو په ورځ د صوبه سرحد، بلوچستان او سند صوبو ځینو سیمو او قبایلي سیمو ته لاړشي.
حکومت دغو سیمو ته دبهرنیو څارونکو په ورتگ د بندیز لگولو علت بدامني ښودې ده.
د پاکستان په راتلونکو ټاکنو دوړاندې نه د ټگۍ تورونه لگول کېږي.
په بهرنیو څارونکو باندې بندیزونه یا څارونکو ته امنیت نه ورکول خپله د پاکستان د حکومت ناکامي ښي او هغه تورونه قوي کوي چې وایي د پخواني جنرال مشرف په ټاکنو کې د درغلۍ نیت لري.
د خوندي ټاکنو کولو لپاره حکومت له وړاندې، په ټول هیواد کې د پوځیانوځایې پر ځایې پېل کړي دي.