لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې ټولټاکنې ترسره شوې، درايو شميره پيل شوې ده


په ټول پاکستان کې نن دګل په ورځ ټولټاکنې په داسې حال کې ترسره شوې چې په اولس کې درايې اچونې مرکزونو ته دتللو په مهال سخته ويره ترهه خوره وه.
دټولټاکنو په مهال دهيواد په مختلفو برخو کې دبمي چاؤدنو، دکانديدانو دپلويانو ترمينځ دډزو اؤتشدد دپيښو له امله ديو کانديد په شمول ١٩ کسان وژل شوي اؤد١٥٠ څخه زيات ژوبل شوي دي.
دقامي اؤ صوبايي اسمبليو د٨٣٩ عامو چوکيو دپاره درايې اچونه نن سحر په ٨ بجې پيل شوه چې پرته له کومې دمې څخه يې تر ماذيګر ٥ؤ بجو دوام وکړو.
په ګرد هيواد کې د٦٤ؤ زرو څخه زيات درايې اچونې مرکزونه جوړ کړل شوي وؤ اؤ٧ زره اؤ ٢ سوه کانديدان ټولټاکنو ته ولاړ وؤ.
ټاکل شوې وه چې د٨ ؤ کروړو اؤ ١٠ ؤ لکو څخه زيات رايې ورکوونکي به په ټولټاکنو کې خپله رايې کاروي.
خو ولې په پاکستان کې دبدامنۍ د وروستيو پيښو له امله په خلکو کې سخته ويره خوره وه اؤ خلک په ډاډه زړۀ د رايې اچونې مرکزونو ته دتګ څخه ويريدل له دې امله درايې اچونې کچه ډيره ټيټه پاتې شوه.
دصوبه سرحد په کوز دير، سوات، قبائيلي سيمو اؤ دپنجاب په ځينو سيمو کې ښځې درايې اچونې دحق څخه محرومې کړل شوې اؤ اجازه ورنۀ کړل شوه ترڅو دخپلې خوښې استازي وټاکي.
دنړۍ دمختلفو هيوادونو څخه دټولټاکنو دڅارنې دپاره پاکستان ته راغليو څيړونکيودهيواد په مختلفو برخو کې درايې اچونې دمرکزونو څخه ليدنه وکړه اؤ دغلته يې دټولټاکنو دعمل دمختلفو اړخونو څخه جاج واخستو.
دټولټاکنو په مهال دکلکو امنيتي تدابيرو باوجود په بلوچستان ايالت کې ددريوؤ بمي چاؤدنو ترڅنګ دهيواد په مختلفو برخو کې داړي ګړي اؤ تشدد نورې پيښې هم رامينځته شوې چې په دغو پيښو کې دمسلم ليګ(ن) ګوند ديو کانديد په شمول ١٩کسان وژل شوي
د ١٥٠ څخه زيات ژوبل شوي هم دي. په سوات کې يو کانديدد زړۀ دحرکت دبنديدو له امله خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
همدغه راز په بنو اؤ پنجاب کې نامعلومو وسله والو دانتخابي پرسونل د٧ ؤ کسانو دتښتولو ترڅنګ درايو صندوقونه اؤ پرچې هم تښتولي دي.
سرچينې وايي دبنو په جا نور سيمه کې وسله وال يو سکول ته ننوتل اؤ ددغه ځايې څخه يې دانتخابي پرسونل ٧ کسان وتښتول په ټولټاکنو کې دکارول شوؤ رايو دشميرې عمل پيل شوى دى اؤ په ٢٤ؤ ساعتو کې به په ډاګه شي چې په پاکستان کې دنوي دولت دجوړولو دپاره اولس چاته رايې ورکړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG