لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مشرف پلوه سیاسي مشران د ناکامۍ سره مخ شوي


دجمهوررئيس پرويز مشرف دطرفدار ګوند مسلم ليګ(ق) مشر چوهدرى شجاعت حسين ، شیخ رشید احمد، شیر افگن نیازی پخوانی د قامي اسمبلی اسپیکر چوهدری امیر حسین او حامد ناصر چهټه په ټولټاکنو کې دماتې سره مخ شوى دي.
دصوبه سرحد دچارسدې په سيمه کې دکورنيو چارو پخواني وزير اؤ دپيپلز ګوند شيرپاؤ ډلې مشر افتاب احمدخان شيرپاؤ، دعوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديارولي خان ، مولانا فضل الرحمان ، جاوید هاشمی، میر ظفر خان الله جمالی، خواجه آصف، شاه محمود قریشی خپل دقامي اسمبلۍ چوکۍ ګټلې دي.
په پاکستان کې دترسره شوؤ ټولټاکنو څخه وروسته درايې شميرنه روانه ده اؤ تر دې مهاله په قومي اسمبلۍ کې ترټولو زياتې چوکۍ دپخواني صدراعظم نواز شريف ګوند پاکستان مسلم ليګ(ن) ګټلي دي.
په قومي اسمبلۍ کې دنواز شريف ډلې ١٠ ،پاکستان پيپلز پارټۍ(پارلمنټيرين) ٦ اؤ عوامي نيشنل ګوند ٢ چوکۍ ګټلي دي. همدغه راز په صوبه سرحد کې عوامي نيشنل ګوند ١٣، پاکستان پيپلز ګوند(پارلمنټيرين) ٦، اؤ متحده مجلس عمل ٣ چوکۍ ترلاسه کړي دي.
په سندهـ صوبه کې پاکستان پيپلز ګوند پارلمنټيرين ١٤، مسلم ليګ(ق) ٢، مسلم ليګ(ن) ١ ، متحده قومي موومنټ ١ اؤ عوامي نيشنل ګوند هم ١چوکۍ ترلاسه کړې ده.
په بلوچستان ايالت کې مسلم ليګ (ق) ٦، پاکستان پيپلز ګوند(پارلمنټيرين ) ٢ عوامي نيشنل ګوند١ اؤ متحده مجلس عمل هم ١ چوکۍ ترلاسه کړې ده..

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG