لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پیپلز گوند اؤ عوامي نیشنل پارټۍ  دګډدولت په جوړولوصلاح شوي دي


پاکستان پيپلز ګونداؤ عوامي نیشنل پارټۍ خپلو کې سره په ګډ دولت جوړولوصلاح شوي دي. نن د زيارت په ورځ اسلام اباد کې دپيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري اؤ دعوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديارولي وليدل اؤپه مرکز اؤ صوبه سرحد کې دحکومتونو جوړولو په هکله يې اوږدې خبرې اترې وکړې.
دملاقات څخه وروسته داصف علي زرداري اؤ اسفنديارولي خان ژورنالستانو سره په خبرو کې وويل هغوي دواړه دديموکراسۍ د ودې اؤ ددولت جوړولو په اړه صلاح شوي دي اؤ په دې لړ کې به ګډګامونه اخلي.
خو دواړو مشرانو واضحه نۀ کړه چې دهغوي ترمينځ صلاح په کومو شرطونو راغلې ده.
پاکستان پيپلز ګوند په ١٨مه فرورۍ ترسره شوؤ ټولټاکنو کې دقومي اسمبلۍ ترټولو زياتې ٨٧ چوکۍ ګټلي اؤ اى اين پي سره په په مرکز کې ١٠ چوکۍ دي.
ولې په سرحد کې بيا عوامي نيشنل ګوند د ٣١ؤ چوکيو په لرلو سره دائتلاف په صورت کې ددولت جوړولو توان لري.
بلخوا ټاکل شوې ده دپاکستان مسلم ليګ(ن) مشرپخوانى صدراعظم ميا نواز شريف هم نن په اسلام اباد کې داصف علي زرداري سره ويني اؤ دحکومت جوړولو په اړه به ورسره خبرې اترې کوي.
څېړونکي وايي نواز شريف به په دولت کې دګډيدو پرته دځينې شرطونو په اساس دپيپلز ګوند ددولت ملاتړ ته غاړه کيږدي. .

XS
SM
MD
LG