لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې حکومت جوړولو لپاره هلې ځلې تندې شوي دي


په پاکستان کې دټولټاکنو ترسره کيدو څخه وروسته دنوي حکومت جوړولو لپاره پيپلز او نورو گوندونو هلې ځلې تندې کړي دي.
په صوبو کې هم مختلف ګوندونه دحکومت سازۍ لپاره خپلو کې په رابطو بوخت دي.
پيپلز ګوند دقومي اسمبلۍ ٨٧ چوکۍ ترلاسه کړي دي. اؤ په دوهم نمبر کې دپخواني صدراعظم نواز شريف ګوند مسلم ليګ(ن) ٦٦ چوکۍ ګټلي دي.
دمسلم ليګ(ق) سره ٣٨ ، دعوامي نيشنل ګوند سره ١٠ اؤ دمتحده قومي موومنټ سره ١٠ چوکۍ دي. دپاکستان پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري ديو بهرني خبري اژانس سره په مرکه کې وويل دهغۀ ګوند دپاکستان مسلم ليګ(ن) ، عوامي نيشنل ګوند، متحده قومي موومنټ اؤ بې پلوه کانديدانو سره په تماس کې دى اؤ ډير زر به په دې اړه يوې غوڅې پريکړې ته ورسيږي.
خو دپاکستان مسلم ليګ(ن) مشر ميانواز شريف ښايي دپيپلز ګوند سره له دې امله جوړجاړي ته ونۀ رسيږي چې هغۀ دسترې محکمې دلرې کړل شوؤ قاضيانو دبيا په ځايې کولو غوښتنې څخه نۀ تيريږي.
اؤ پيپلز ګوند په دغه معامله دزيات ټينګار کولو پلوي نۀ دى.
همدغه راز په صوبه سرحد کې هم پيپلز ګوند ددولت جوړولو لپاره دبې پلوه استازو تر څنګ دمختلفو سياسي ګوندونو سره رابطې پيل کړي.
خو په سرحد صوبه کې عوامي نيشنل ګوند ترټولو زياتې ٣١ چوکۍ په لاس کې لري ځکه نو قوي احتمال دى چې په سرحد کې به عوامي نيشنل ګوند خپل حکومت جوړوي.
اؤ په دغه لړ کې پيپلز ګوند له دې امله هم په سرحد کې اى اين پي ته دلمړي وزير ياوزيراعلى دمنصب په ورکولو تياريدى شي.
ترڅو عوامي نيشنل ګوند په مرکز کې پيپلز ګوند سره ددولت په جوړولو کې مرسته وکړي.
په سندهـ صوبه کې هم پيپلز ګوند د لساني تنظيم ايم کيو ايم په مرسته ددولت جوړولو توان لري خو په پنجاب کې بيا د پخواني صدراعظم نواز شريف ګوند د١٠٠ؤ څخه بره چوکۍ لري اؤ خپل دولت په اسانه جوړولى شي.
په بلوچستان کې مسلم ليګ(ق) د١٧ ؤ چوکيو په لرلو سره ددولت جوړولو دپاره هلې ځلې تندې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG