لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان د انتخابونو وروستۍ غیررسمي نتیجې


تراوسه غیر رسمي نتېجې ښي چې د پاکستان مخالف ډلې پیپلز گوند ، مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ او اې این پی پرمخکښې روان دي.
مشرف پلوه گوند مسلم لیگ ‏(‎ق‏)‎ او د مولانا فضل الرحمان گوند جمعیت علماء اسلام په صوبه پنجاب او صوبه سرحد کې تر اوسه ناکامه ښکاري.
اخوا د پیپلز گوند نجم الدین خان د بره دیر نه د قامي اسمبلی څوکې تر لاسه کولو کې بریالی شوی دی. د پاکستان قبایلي سیمې باجوړ نه د قامي اسمبلی حلقه ۴٣ نه آزاد کاندید شوکت الله خان گټه تر لاسه کړې ده. د باجوړ دویمه قامي اسمبلی حلقه ۴۴ آزاد کاندید سید اخوندزاده چټان بریالې شوی دی. اخوا
صوبه سرحد کې تر ټولو زياتې چوکۍ عوامي نيشنل ګوند ګټلي دي دسوات څخه دصوبايي اسمبلۍ په چوکيو دعوامي نيشنل ګوندد کانديدانو ايوب خان،وقار خان،ډاکټرشمشيرعلي،سردارحسين،واجدعلي اؤډاکټرعلي حيدر دبريالي کيدو غير رسمي اعلان شوى دى همدغه رازدنوښار څخه د اى اين پي ميا افتخار حسين اؤدچارسدې څخه ارشد عبدالله هم خپله چوکۍ ګټلې ده.
په چارسده کې دقومي اسمبلۍ لپاره کانديد دعوامي نيشنل ګوند مشر اسفند يار ولي خان ته پخپلو مخالفو کانديدانو واضحه برى حاصل دى.
دکورنيو چارو پخوانى وزير افتاب احمد خان شيرپاؤ هم د اى اين پى د کانديد په مقابله کې وروسته روان دى دصوبه سرحد په نورو سيمو پيښور، مردان،صوابۍ،هزاره ،کوهاټ،هنګو،ټانک،بنو،ډيره اسماعيل خان،اؤلکي مروت کې هم د اى اين پى،پيپلژ ګوند،مسلم ليګ (ن) اؤ د ځينو بې پلوه کانديدانو تر مينځ سخته مقابله روانه ده

XS
SM
MD
LG