لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پرویزمشرف مخالف گوندونه ټکانو کې بریالي شوي دي


پاکستان کې د گل په ورځ تر سره شوي پارلماني ټاکنو کې د جمهوررئیس پرویز مشرف پلوه مسلم لیگ ‏(‎ق‏)‎ گوند مشر چوهدرى شجاعت حسين او د پخواني کابینی ٢٢غړي د ماتی سره مخ شوي دي.
د مشرف پلوه سیاسي مشرانو کې شیخ رشید احمد، شیر افگن نیازی پخوانی د قامي اسمبلۍ اسپیکر چوهدری امیر حسین او حامد ناصر چهټه، اعجاز الحق په ټولټاکنو کې دماتې سره مخ شوى دي.
ټکانو کې گټه ترلاسه کولو کې مشهور سیاسي مشرانو کې دصوبه سرحد دچارسدې په سيمه کې دکورنيو چارو پخواني وزير اؤ دپيپلز ګوند شيرپاؤ ډلې مشر افتاب احمدخان شيرپاؤ، دعوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديارولي خان ، مولانا فضل الرحمان ، دمسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ گوند جاوید هاشمی، چوهدری نثار خان ، خواجه آصف، د پیپلز گوند مخدوم امین فهیم، شاه محمود قریشی خپل دقامي اسمبلۍ چوکۍ ګټلې دي.
په پاکستان کې دترسره شوؤ ټولټاکنو څخه وروسته رايې شميرنه روانه ده اؤ تر دې مهاله قامي اسمبلۍ کې ترټولو زياتې ٨٧ چوکۍ دپخوانۍ او وژل شوي صدراعظمې بې نظیر بوټو پیپلز گوند گټلی دي.
د پرویز مشرف بل ستر سیاسي مخالف او پخواني صدراعظم نواز شرېف گوند ٦٥ چوکۍ گټلی دي.
مشرف پلوه سیاسي گوند مسلم لیگ ‏(‎ق‏‏)‎ دقامي اسمبلۍ ٣٧ چوکۍ گټلی دي.
د مذهبي گوندونو ائتلاف متحده مجلس عمل یوازی د قامي اسمبلۍ دری چوکۍ گټلو کې بریالی شوی دی.
هم قامي اسمبلۍ کې عوامي نشنل پارټۍ ١٠او لساني تنظیم ایم کیو ایم ١٩ چوکۍ گټلې دي. په دغه تنظیم د ترهگرۍ او په مشرانو یې د وژنې، غله او ډاکی تورونه دي.

XS
SM
MD
LG