لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پرويز مشرف : درايې اچونې عمل کې به خنډان نۀ زغمل کيږي


دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف ويلي دي درايې اچونې په عمل کې به هيڅ رقم خنډ نۀ زغمل کيږي.
اؤ څوک چې زياتې رايې ترلاسه کړي هغوي ته به ددولت جوړولو بلنه ورکولى شي.
په پلازمينه اسلام اباد کې نن دخالي په ورځ يوې دستورې ته پخپله وينا کې جمهوررئيس مشرف وويل ټولټاکنې به په صفا سوتره اؤ په سوله ايزه فضاء کې کيږي اؤ امنيت به په هر قيمت ټينګولى شي.
ښاغلي مشرف زياته کړه ترهه ګري او سخت دريځي دهيواد دپاره ناسور دى جمهوررئيس وويل دهيواد راتلونکى روښانه دى اؤ دپرمختيا په لاره کې به يې چاته دخنډانو اچولو اجازه ورنۀ کړل شي.
بايد وويل شي دګل په ورځ په پاکستان کې ټولټاکنې ترسره کيدونکې دي خو ددغه هيواد سياسي ګوندونه اؤ نړيوال سازمانونه نيوکه لري چې دولت په ټولټاکنو کې په پراخه پيمانه دټګۍ اراده کړې ده.

XS
SM
MD
LG