لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پرويز مشرف : د استعفي ورکولو ارده نۀ لرم


دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف وايي په ټولټاکنو کې دمخالفو ګوندونو دبرياليتوب باوجود هغه دمستعفي کيدو اراده نۀ لري.
یوې امريکايي ورځپاڼې سره په مرکه کې پرويز مشرف وويل د سترې محکمې دپخواني مشر قاضي افتخار محمدچوهدري اؤ دنورو لرې کړى شوؤ قاضيانو بيا په ځايې کيدل په قانوني توګه ممکن نۀ دی.
نوموړي زیاته کړې چې که د لر کړل شوو قاقیانو د بیا پر ځایې کیدو هڅه وشوه نو بیا د خپل ائنده په اړه خپله فیصله کوي.
ښاغلي مشرف ویلي په اساسي قانون کې بدلونونو په سیاست کې د پوځ د مداخلت مخه نیولې ده.
د خپلو پلوي گوندونو د ماتې په اړه ښاغلي مشرف وویل د بی نظیر بوټو وژنې او په هیواد کې د بجلۍ، گیس، اوړو کمي او د عدلیې شخړې د هغوي مقبولیت ته زیان رسولی وو. جمهوررئيس وويل هغه تر دې وخته په ټولټاکنو کې دبرياليو ګوندونو دمشرانو نواز شريف يا اصف علي زرداري سره تماس نۀ دى نيولى.
ولې دپاکستان دښيګړې لپاره دهر ګوند يا ائتلاف سره کار کولو ته چمتو دى. ديوې پوښتنې په ځواب کې جمهوررئيس وويل دپاکستان دقبائيلي سيمو لپاره دامريکا سره سماجي اؤ اقتصادي همکاري غواړي.
هغۀ هيله څرګنده کړه چې راتلونکى دولت به هم دترهه ګرۍ اؤ سخت دريځۍ پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG