لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټولټاکنو کې دټګۍ په اړه دلويې څارنوال ثبت شوى غږ جاري کړل شو


دامريکا دبشري حقونو سازمان(هيومن رائټس واچ) دجمعې په ورځ دپاکستان دلويې څارنوال په اواز يواډيوټيپ جاري کړى دى چې پکې لويې څارنوال ملک محمد قيوم په ١٨مه فرورۍ کيدونکيو ټولټاکنو کې په لويه پيمانه دټګۍ اعتراف کړى دى.
په اسلام اباد کې دفرانسوي خبري اژانس سره دخبرو په مهال لويې څارنوال ملک محمدقيوم وويل دهيومن رائټس واچ دغه ادعا بې ځايه اؤ دپاکستان په ضد سازش دى چې ګنې په ١٨ مه فرورۍ کيدونکيو ټولټاکنو کې ټګي کيږي .
لويې څارنوال وويل په دې اړه دهغۀ په غږ ريکارډنګ ترلاسه کړى شوى دى ښاغلي قيوم وويل هغه دصفا سوتره ټولټاکنو پلوي دى اؤ دټولټاکنو کميسيون دغسې کوي.
دهيومن رائټس واچ ترمخه دغه خبرې په ٢١م نومبر ٢٠٠٧ء يوژورنالست دسترڅارنوال سره دمرکې په مهال هغه وخت ثبت کړي دي کله چې ښاْغلي قيوم د وړومبۍ ټيليفوني کرښې لۀ قطعه کولو پرته په دوهمه کرښه خبرې پيل کړې.
په دغوخبرو کې دپاکستان ستر څارنوال تماس نيونکي شخص ته دنامعلوم سياسي ګوند له اړخه د يوې چوکۍ د پاره دټکټ ترلاسه کولو مشوره ورکوي.
ددغوثبت شوؤ خبرو الفاظ په دې رقم دي ”نوازشريف پرېږده(دمه)زۀ فکرکووم نوازشريف به ټولټاکنوکې برخه نۀ اخلي(دمه)اؤکۀ هغه برخه اخلي هم نو ګيرېږي به،کۀ بې نظيره هم ټولټاکنو کې برخه اخلي نو هغه به هم ښکېل کيږي (دمه) داخلک به دخپلوکسانوبريالتوب دپاره په پراخه کچه ټګي کوي،کۀ دې خلکو څخه د کانديد کيدو ټکټ اخستى شې نو واخله(که نوازشريف پخپله نۀ راځي نو بيانوازشريف ته ګټه ده،کۀ هغه په خپله راځي نو د ټولټاکنو څخه وروسته صحيح(دمه)... “.
ژورنالست دغه ټولې خبرې ثبت کړې وې اؤ ددغه ريکارډنګ څخه يوه ورځ وروسته دپاکستان دټولټاکنو کميسيون د٨مې جنورۍ دټولټاکنو مهال ويش اعلان کړى ؤ.
چې وروسته دپخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو دوژل کيدو له امله دټولټاکنو دغه نيټه بدله کړى شوې وه اؤ ١٨ مه فروري وټاکل شوه. ددغو ثبت شوؤ خبرو څخه ٤ ورځې وروسته دپاکستان يو بل پخوانى صدراعظم ميا نواز شريف دسعودي عرب څخه خپل هيواد ته راستون شو.
هيومن رائټس واچ په ١٨ مه فرورۍ پاکستان کې په کيدونکيو ټولټاکنو کې دټګۍ دانديښنې په څرګندولو سره ويلي دي چې پاکستان کې به ټولټاکنې دانصاف څخه لرې اؤ دټګۍ ډکې وي. دهيومن رائټس واچ ترمخه دملک قيوم ددغو څرګندونو څخه اندازه کيدى شي چې په ٨مه جنورۍ دکيدونکيو ټولټاکنو دځنډولو مقصد په ټولټاکنو کې په پراخه پيمانه ټګي کول وؤ

XS
SM
MD
LG