لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاړه چنار : دټولټاکنو دفتر مخې ته چاؤدنه 40 مړۀ


پاړه چنار ښار کې عيدګاه مارکيټ سيمې سره نزدې دپيپلز ګوند دانتخابي دفتر څخه بهر چاؤدنه وشوه چې له امله يې لږ ترلږه 40 کسان وژل شوي اؤ تر ١٠٠ؤ پورې نور ژوبل دي.
ژوبل کسان دپاړه چنار روغتون ته رسول شوي دي.
دپيښې څخه وروسته روغتون کې بيړنى حالت په ځايې کړل شوى دى دروغتون دعملې له مخې ٩٣ ټپيان دغه روغتون کې موجود دي.
دغه چاؤدنه دپيپلز ګوند دملاتړ څخه دبرخمن قامي اسمبلۍ دکانديد رياض حسين شاه دټولټاکنو ددفتر څخه بهر وشوه چې له امله يې دټول ښار بريښنا بنده شوې ده.
دچاؤدنې په مهال رياض حسين شاه هم دفتر کې موجود وؤ خو هغۀ ته څه زيان نۀ دى رسيدلى. دپاړه چنار دپوليټيکل انتظاميې وينا ده چې دغه چاؤدنه دانتخابي دفتر څخه بهر په يو ولاړ ګاډي کې وشوه امدادي هلې ځلې دوام لري اؤ ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي دي.
رياض حسين شاه دپاکستان يو شخصي تيليويزيون سره په مرکه کې وويل پاړه چنار کې چاؤدنه دهغۀ ددفتر مخې ته وشوه اؤ هغۀ روغ رمټ دى رياض حسين شاه وويل اوس مهال نۀ ده معلومه چې دغه چاؤدنه ګاډي کې دپځايې کړل شوي بم له امله وشوه اؤ که نه.
بل اړخ ته عيني شاهدين وايي يو تن ګاډي کې ناست ؤ چې ګاډى يې دچاؤديدونکو موادو څخه بارؤ دغه تن ګاډى والوځولو چې له امله يې دغه پيښه رامينځته شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG