لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قندهار :  د بمي چاؤدنې  له امله 80 کسان  ووژل شول


دافغانستان په قندهار ولايت کې ديوې درنې بمي چاؤدنې له امله 80 کسان مړۀ اؤ ٤٠ نور ژوبل شوي دي.
دغه چاؤدنه په ارغنداب اولسوالۍ کې نن خالي په سحر په سپو په يوه کاړه کې وشوه.
سرچينې وايي په کاړه کې په سوونو کسان دسپو دجنګ په ننداره وؤ چې دهغوي مينځ کې يو بم وچاؤديدو اؤ په پراخه پيمانه مرګ ژوبله يې رامينځته کړه.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره روغتون ته رسول شوي دي خو سرچينې وايي چې په ژوبلو کې هم ديو شمير کسانو حالت مرګونى دى.
بلخوا دافغانستان ددفاع وزارت په کونړ ولايت کې ددولتي ځواکونو سره په نښته کې ديو شمير طالبانو دوژل کيدو خبر هم ورکړى خو دقيقه شميره يې نۀ ده په ډاګه کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG