ای پي ډي ایم نهم مارچ احتجاجي لاریون وځنډولو : قاضی حسین احمد

پاکستان کې ټاکنو نه د بایکاټ کونکو گوندونو ایتلاف ای پي ډي ایم مشرانو اسلام اباد کې ویلي دي چې دوی به راتلونکي حکومت ته د لری کړی شوي قاضیان پرځاې کولو، د جمهوررئیس پرویز مشرف مستعفي کیدو او د کال ١٩٧٣ اساسي قانون د پرځاې کولو لپاره وخت ورکوي. د ای پي ډي ایم ایتلاف مشرانو د مارچ نهمه نیټه د محکمې د ازادې په توگه لمانځلو اعلان هم کړی دی.
د جماعت اسلامي امیر قاضي حسېن احمد په یوه ځانگړې مرکه کې ډیوه ریډیو ته وویل چې دوی د راروان حکومت لپاره شخړې جوړول نه غواړي ځکه چې بیا به د حکومت د ناکامې تور په دوی لگول کېږي.
نوموړي زیاته کړه که چری راروان حکومت په دی غوښتنو پوره کولو که ناکامه شو نو بیا به د مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ مشر نواز شریف دوی سره همکاري کوي او دوی به هیواد کې د احتجاج لاره خپلوي.
ښاغلي قاضي حسین احمد سره دا مرکه قاسم یوسفزي کړی ده تاسو یې هم ارویدی شۍ.