که څه هم د پاکستان دواو غټو مخالفو ډلو، پیپلز او مسلم لیگ (ن) په مرکز او صوبو کې د گډو
حکومتونو جوړولو اعلان کړی دی.
خو د مخکښي واکمن مسلم لیگ ډلې ځیني یاغي مسران په راتلونکي حکومت کې درول لوبولو لپاره هڅی کوي.
هم دې لړ کې نن دپاکستان په سینټ کې د مسلم لیگ (ق) او ځینی نورو گوندونو لږ تر لږه شپږو غړو د یوی جلا ډلې جوړولو اعلان کړدی.
دغې ډلی دا اعلان نن په اسلام اباد کې پخوانۍ وزیری نیلوفر بختیار په مشرۍ کې کړی دی. نیلوفربختیار خبریلانو ته ویلي دي چې دوی به هیواد کې ډیموکراسۍ ته ودې ورکولو لپاره دغه گام اخستې دی.
داسې اټکل دی چی په قامي اسمبلۍ کې هم د پخواني مسلم لیگ ډلې ځیني غړي پیپلز یا مسلم لیگ (ن) ته واوړي.
اخوا نن د پنجاب اسمبلۍ ٢٥ ازادو غړو مسلم لیگ (ن) گوند کې د گډون اعلان کړی دی. د پنجاب اسمبلۍ دغه غړو نن په لاهور کې د مسلم لیگ (ن) رئیس شهباز شریف په موجودگی کې دا اعلان کړی دی.
شهباز شریف په دغه موقعه وویل چې پنجاب کې به حکومت د پیپلز گوند سره په گډه جوړوي. نوموړي زیاته کړه چې پنجاب اسمبلۍ کې حکومت جوړولو لپاره ١۴٠غړو ضروت وي او د دوی غړو شمېره١٣٦ ته رسېدلي ده.
مسلم لیگ (ن) گوند په پنجاب اسمبلۍ کې شهباز شریف خپل پارلماني مشر ټکالی دی خو هغه د پنجاب اسمبلۍ پارلمان غړی نه دی.