لاس رسیدونکی لینک

 
پرويز مشرف : دډيموکراسۍ پرمختيا لپاره دامريکا ملاتړ ته اړتيا ده
تازه خبر

پرويز مشرف : دډيموکراسۍ پرمختيا لپاره دامريکا ملاتړ ته اړتيا ده


دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف وايي هيواد کې دډيموکراسۍ دپرمختيا لپاره دامريکا ملاتړ زيات ضروري دى.
دا وخت پاکستان ترهه ګرۍ اؤ سخت دريځۍ ته دماتې ورکولو، داقتصادي پرمختيا رفتار پځايې ساتلو اؤ د پياوړي اؤ ډيموکراتيک دولت دجوړولو غوندې دريوؤ مهمو چيلنجونو سره مخ دى.
اؤ ددغو مقصدونو ترلاسه کولو لپاره هغه د نوي پارليمان سره کار کولو ته چمتو دى په امريکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ کې په خپور شوي خپل مضمون کې ښاغلي مشرف ليکلي دي په پاکستان کې دټولټاکنو څخه وروسته همدا مناسب وخت دى چې پاکستان اؤ امريکا ته په پيښو چيلنجونو اؤ موقعو خبرې اترې وکړل شي.
جمهوررئيس زياته کړې ده پاکستان دترهه ګرۍ په ضد پۀ بشپړه ديانت دارۍ سره جگړه کوي. القاعده اؤ دهغوي پلويانو دامن ناکه نړۍ پر ضد دجگړه اعلان کړى دى اؤ اعتدال خوښى دولت اؤ دپاکستان اولس دهغوي مهم هدفونه دي.
هغۀ ويلي دي ځينې خلق دسخت دريځۍ پر ضد جگړه کې دپاکستان کردار ته ګُتې نيسي خو هغوي بايد دا حقيقت هير نۀ کړي چې په تيرو څلورو کالو کې دالقاعده اؤ طالبانو پر ضد جگړه کې د١٠٠٠ؤ څخه زياتو پاکستاني پوځيانو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
اؤ افغانستان سره په لګيدلې پوله يو لک اؤ دولس زره پاکستاني پوځيان دطالبانو اؤ القاعده پر ضد په جنګ بوخت دي.
پرويز مشرف وايي پاکستان به دترهه ګرۍ په ضد جنګ کې امريکا اؤ دهغوي اتحاديانو سره کار کوي خو ولې دعراق تجربې ښودلې ده چې يواځې پوځي طاقت ځايې نۀ شي نيولى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG