تحریک طالبان پاکستان: د پاکستان حکومت سره خبرو ته تیار یو

د تحریک طالبان پاکستان ویاند مولوي عمر ویلي دي په قبایلي سیمو کې د امن قائمولو په خاطر دوی د نوي حکومت سره همکاري کولو ته تیار دي.
خود طالبانو ویاند د پاکستاني چارواکو نه غوښتنه کړي چې د امریکا په مشرۍ کې افغانستان کې موجود ایتلافي ځواکونو سره همکاري پریږدي.
تیره ورځ دپاکستان صدراعظم ښاغلي یوسف رضا گیلاني ویلي وؤ د ترهگرۍ پرضد جگړه به د دوی لومړۍ ترجیح وي اؤ دا چې هغه جنگیالو سره چې وسلې غورځولو ته تیار وي خبرې اترې به کوي.