لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرامت الله چغر مټي دسرحد اسمبلۍ سپيکر اؤ خوشدل خان مرستيال سپيکر وټاکل شوؤ


دپاکستان پيپلز ګوندکرامت الله خان چغر مټي دسرحد اسمبلۍ دسپيکر اؤ دعوامي نيشنل پارټۍ خوشدل خان د مرستيال سپيکر دمنصب څوګندواخستو.
دسرحد اسمبلۍ غونډه نن دخالي په ورځ دسينئر غړي ارباب ايوب جان په مشرۍ وشوه.
دغونډې په مهال ارباب ايوب جان اعلان وکړو چې دپي پي پي دکرامت الله چغرمټۍ په مقابله کې داسمبلۍ دسپيکر دمنصب دپاره کوم بل غړي دټاکنې کاغذونه نۀ دي جمع کړي ، ځکه نو ښاغلي چغرمټي پرته له مقابلې داسمبلۍ سپيکر دى.
همدغه راز دعوامي نيشنل ګوند خوشدل خان هم پرته له مقابلې مرستيال سپيکر ټاکل شوى دى. وروسته ارباب ايوب جان نوي ټاکل شوي سپيکر کرامت الله خان چغرمټۍ ته اؤ سپيکر بيا مرستيال سپيکر ته څوګند ورکړو.
دغونډې په مهال دمختلفو ګوندونو پارليماني مشرانو هيله څرګنده کړه چې سپيکر اؤ مرستيال سپيکر به دايوان کارروايي په بې پلوه توګه پرمخ بوځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG