نواز شريف اؤ شهباز شريف ته ټولټاکنو کې دبرخې اخستو اجازه ورکړل شوې ده

دپاکستان دټولټاکنو کميسيون دپخواني صدراعظم اؤ داکمن ائتلافي گوندديو ستر سياسي گوند مسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف اؤ دهغۀ ورورشهباز شريف ته دروانې مياشتې پر ٢٦مه نيټه ترسره کيدونکيو دخالي کړل شوؤ څوکيو په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو اجازه ورکړې ده.
نواز شريف ويلي دي پارليمان ته درسيدو په ترڅ کې به هغه داساسي قانون اؤ عدليې دسرلوړۍ لپاره نورې هلې ځلې وکړل شي.
دميا نواز شريف وکيل اشتر اوصاف دټاکنې دکاغذونو دمنظوريدو دتصديق کولو په ترڅ کې ذاتي تيليويزيون سره په خبرو کې وويل دميا نواز شريف اؤ شهباز شريف د اهليت په ضد ورکړل شوې نيوکې خارج کړل شوي دي اؤ اوس به دريټرننگ دفتر پريکړه پځايې پاتې وي چې ددې لاندې هغوي په ټولټاکنو کې برخه اخستلى شي.
ميا نواز شريف دې لړ کې ژورنالستانو سره دخبرو کولو په مهال وويل هغه دپاکستان دټولټاکنو دکميسيون لخوا پر دغه پريکړه خوښ دى ولې چې پارليمان ته درسيدو په ترڅ کې به هغه داساسي قانون اؤ عدليې دسرلوړۍ لپاره نورې هلې ځلې هم وکړل شي