پرناب مکهرجي :دپاکستان په ضد ديو اړخيزه عملياتو لاره لرو

دهند دبهرنيو چارو وزير پرناب مکهرجي يو وارې بيا دګواښ په ژبه ويلي دي هند دممبۍ دپيښو په هکله پاکستان ته زيات ثبوتونه ورکړي دي خوکۀ چرې پاکستان پرې غوږ نۀ ګروي نو بيا هند دخپلې دفاع دپاره دپاکستان په ضد ديو اړخيزه عملياتو کولو حق لري.
يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال پرناب مکهرجي وويل هند ته دپاکستان په ضد ديو اړخيزه بريد لاره پرانستې پرته ده.
پرناب مکهرجي وويل پاکستان ته يې دممبۍ دترهه ګريزو پيښو په هکله زيات شهادتونه ورکړي دي خواوس هغه نۀ پوهيږي چې پاکستان نور څه غواړي.
نوموړي وويل پاکستان دې ورسره کوټلې مرسته وکړي اؤ له نور وخت ضائع کولو پرته بايد سخت ګامونه واخلي.
ښاغلي مکهرجي وويل پاکستان دې دانکار تګلارې پريښودلو سره عملي ګامونه واخلي اؤ دممبۍ بريدونو مسؤلين دې هند ته وسپاري.